متفرق مسا‌‌ئل

د شفعې حق د ټولو ګاونډیانو کیږي !

دفتوی شمیره : (۲۰۹)


پوښتنه : السلام علیکم ورحمة الله
دوه جرېبه زمکه د عبدالحمید او عبدالمجید مشترکه وه وروسته دوی دواړو زمکه په خپل مېنځ کې تقسیم کړه او هر یوه علیحده خپلې زمکې ته لار او ویاله ورکړه .
شرق ته د عبدالحمید زمکه ـــــــــــــــــــــــــــ د عبدالمجید زمکه ــــــــــــــــــــ غرب ته د مصطفی ( چې ګاونډي دی ) زمکه
اوس عبدالمجید خپله زمکه خرڅوي ، حق د شفعې یوازې د عبدالحمید کیږي او که د مصطفی ؟ او که دواړه شریکان دي ؟ بینوا توجروا .
المستفتي : مصطفی فایق


الجواب وبالله التوفیق :
په پوښتل شوي صورت کې د شفعې حق د عبدالحمید او مصطفی دواړو کیږي ، ځکه چې دوی دواړه ګاونډیان (جار ملاصق ) دي .
البته که د مصطفی او د خرڅې شوې زمکې لار او ویاله سره شریکه وي بیا لومړی د مصطفی حق کیږي ، که مصطفی له خپل حقه تېر شي بیا د عبدالحمید کیږي .
یادونه : د زمکې د خرڅېدو په وخت کې شرکت معتبر دی نه پخوانی شرکت .
الدلیل علی ذلک :
قال: “الشفعة واجبة للخليط في نفس المبيع ثم للخليط في حق المبيع كالشرب والطريق ثم للجار” أفاد هذا اللفظ ثبوت حق الشفعة لكل واحد من هؤلاء وأفاد الترتيب، أما الثبوت فلقوله عليه الصلاة والسلام: “الشفعة لشريك لم يقاسم” …..
وأما الترتيب فلقوله عليه الصلاة والسلام: “الشريك أحق من الخليط، والخليط أحق من الشفيع” فالشريك في نفس المبيع والخليط في حقوق المبيع والشفيع هو الجار. ولأن الاتصال بالشركة في المبيع أقوى؛ لأنه في كل جزء، وبعده الاتصال في الحقوق؛ لأنه شركة في مرافق الملك، والترجيح يتحقق بقوة السبب، ولأن ضرر القسمة إن لم يصلح علة صلح مرجحا ( ټوک : ۴ ، مخ : ۳۰۹ ، کتاب الشفعة
(مَادَّةُ 1009) حَقُّ الشُّفْعَةِ: أَوَّلًا لِلْمُشَارِكِ فِي نَفْسِ الْمَبِيعِ ثَانِيًا لِلْخَلِيطِ فِي حَقِّ الْمَبِيعِ ثَالِثًا لِلْجَارِ الْمُلَاصِقِ وَمَا دَامَ الْأَوَّلُ طَالِبًا فَلَيْسَ لِلْآخَرَيْنِ حَقُّ. الشُّفْعَةِ وَمَا دَامَ الثَّانِي طَالِبًا فَلَيْسَ لِلثَّالِثِ حَقُّ الشُّفْعَةِ. شرح مجلة الاحکام العدليه ، ټوک :۱ ، مخ : ۱۹۵
والله تعالی اعلم بالصواب



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close