قسم او نذرمنل
د نذر منلو لپاره په ژبه تلفظ کول ضروري دي !
دفتوی شمیره : (۲۱۱)
پوښتنه :
که څوک په زړه کې ووایي : که ماته الله جل جلاله له دې مرض څخه شفا راکړه زه به یوه غوا خیرات کومه ، ایا دا نذر سرته رسول پرې واجب دي ؟
الجواب و بالله التوفیق :
د نذر لپاره په ژبې سره تلفظ کول ضروري دي ، په زړه کې په ارادې سره نذر نه لازمیږي.
الدلیل علی ذلک :
اقول : والنذر لا یکون الا باللسان ولو نذر بقلبه لا یلزمه بخلاف النیة لان النذر عمل اللسان والنیة المشروعة انبعاث القلب علی شان ان یکون لله تعالی کذا في البزازیة .
حشیة درر الحکام فی شرح غرر الاحکام ، ټوک : ۱ ، مخ : ۲۱۲ ، باب الاعتکاف
6:42