متفرق مسا‌‌ئل

د مسجد پر بام ( چت ) باندې ټټۍ یا تشناب جوړول !

دفتوی شمیره : (۲۱۲)


پوښتنه  :
ایا د مسجد په بام باندې ټټۍ یا تشناب جوړول جواز لري چې لاره یې هم جدا وي ؟


الجواب وبالله التوفیق :
د مسجد په حدودو کې ټټۍ یا تشناب جوړول جواز نه لري ، همدارنګه د مسجد په بام باندې هم جواز نه لري اګر که لاره یې جدا وي ، ځکه چې تر اسمانه پورې ټوله فضا د مسجد حکم لري .
البته که د وقف په وخت کې یې څه زمکه د تشنابونو لپاره بېله کړي وي بیا هملته لاندې باندې ټټۍ یا تشنابونه جوړول جواز لري .
الدلیل علی ذلک :
(و) كره تحريما (الوطء فوقه، والبول والتغوط) لأنه مسجد إلى عنان السماء
الدرالمختار ، ټوک : ۱ ، مخ : ۶۵۶ ، احکام المسجد
والله تعالی اعلم بالصواب



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close