زکات،سرسايه اوعشر

امام ته په تنخوا کې زکات یا عشر ورکول څه حکم لري ؟

دفتوی شمیره : (۲۱۳)


پوښتنه : په افغانستان کې ځينې خلک ملا امام ته تنخوا نه ټاکي ، بلکې ورته ووایي چې په مقتدیانو باندې څومره زکات یا عشر فرض شي هغه به تاته درکوي ،

ایا داسې کول جایز دي ؟


الجواب وبالله التوفیق :

ملا امام ته زکات ورکولو کې درې صورتونه دي :
۱ : د ملا امام تنخوا نه وي ټاکل شوې بلکې د تنخوا پرځای زکات ، عشر یا سرسایه ورکوي .
۲ : د ملا امام لپاره تنخوا ټاکلې وي خو مقتديان تنخوا د زکات د پیسو څخه ورکوي .
دغه دواړه صورتونه جواز نه لري او د ورکونکو زکات عشر او سرسایه نه صحیح کیږي ، بلکې بیا به یې ادا کوي .
۳ : د ملا امام تنخوا معلومه وي خو ملا صیب غریب یا قرضدار وي او مقتدیان ورته د تنخوا نه علاوه زکات ، عشر یا سرسایه ورکوي نو دا جایز ده او ثواب یې هم زیات دی .
الدلیل علی ذلک:
قال الله تعالی : انماالصدقات للفقراء …الایة ، سورة التوبة ۶۱
ولاتحسب اجرة العمال و نفقة البقر وکری الانهار و اجرة الحافظ وغیر ذلک….
الفتاوی العالمګیریة ، ټوک : ۱ ، مخ :۱۸۷ ، کتاب الزکات ، الباب السادس
وفي المعراج التصدق على العالم الفقير أفضل … (قوله: أفضل) أي من الجاهل الفقير .
ردالمختار علی درالمختار ټوک ۲ ، مخ : ۳۵۴ ، باب مصرف الزکاة



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close