طهارت او لمونځ
که څوک بې اودسه یا په پلیتو جامو کې لمونځ وکړي ؟ !
دفتوی شمیره : (۲۱۵)
پوښتنه: که څوک په ناپوهۍ سره بې غسله ( د جنابت په حالت کې ) یا بې اودسه او یا په پلیتو جامو کې لمونځ وکړي . یا په لمانځه کې داسې عمل ترسره کړي چې لمونځ ورسره ماتیږي ، وروسته پوه شي او یا بل څوک ورته ووایي چې لمونځ دې فاسد شوی دی بیا به قضایي راوړي او که نه ؟
الجواب وبالله التوفیق :
په دې ټولو صورتونو کې یې لمونځ نه دی شوی بیا به قضایي خامخا راوړي .
الدلیل علی ذلک :
قَالَ: إِنِّي سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: «لَا تُقْبَلُ صَلَاةٌ بِغَيْرِ طُهُورٍ وَلَا صَدَقَةٌ مِنْ غُلُولٍ، وَكُنْتَ عَلَى الْبَصْرَةِ».
الصحیح لمسلم ، ټوک : ۱ ، مخ : ۲۰۴ ، باب وجوب الطهارة للصلاة
وَمَا لَا يَصْلُحُ لِلصَّلَاةِ فَمُبَاشَرَتُهُ مُفْسِدَةٌ لِلصَّلَاةِ، أَلَا تَرَى أَنَّ الْأَكْلَ وَالشُّرْبَ مُبْطِلٌ لِلصَّلَاةِ نَاسِيًا أَوْ عَامِدًا لِهَذَا،
المبسوط السرخسي ، ۱/۱۷۱ باب الحدث فی الصلاة
وعفا) الشارع (عن قدر درهم) وإن كره تحريما، فيجب غسله، وما دونه تنزيها فيسن، وفوقه مبطل
الدرالمختار ټوک : ۱ مخ : ۳۱۶ باب الانجاس