عقائداوفرقې

جنت او دوزخ اوس موجود دي او که وروسته به پیدا کیږي ؟

دفتوی شمیره :‌(۲۱۶)


پوښتنه :  ځېنې خلک وایي جنت اوس نه دی موجود ، کله چې حساب کتاب وشي نو الله ج به هر جنتي ته خپل جنت جوړ کړي . ایا دا خبره سهي ده او که نه ؟ مننه


الجواب وبالله التوفیق :
د قران او احادیثو په رڼا کې زمونږ د اهل السنت والجماعت عقیده دا ده ، چې جنت او دوزخ دواړه سره له ټولو صفاتو اوس موجود دي او له قیامته وروسته به هم په خپل حال پاتې وي .
داسې عقیده لرل چې اوس نشته او وروسته به پیدا کیږي ناسمه ده .
الدلیل علی ذلک :
{وَاَعَدَّ لَہُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ تَحْتَہَا الْاَنْہٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْہَا اَبَدًا} [التوبۃ: ۱۰۰]
( والجنة والنار مخلوقتان الیوم ) ای موجودتان الان قبل یوم القیامة ، لقوله تعالی فی نعت الجنة ( اعدت للمتقین ) وفي وصف النار( اعدت للکافرین ) وللحدیث القدسي : ( اعددت لعبادی الصالحین مالا عین رأت ، ولا اذن سمعت ، ولا خطر علی قلب بشر . ….
شرح فقه الاکبر لملاعلی قاري رحمه الله ، مخ : ۹۸
فقط والله تعالی اعلم بالصواب



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close