طهارت او لمونځ
د جُمعې اذان نه وروسته کاروبار کول څه حکم لري ؟
د فتوی شمیره (۲۱۹)
پوښتنه :
کله چې د جُمعې په ورځ د لمانځه لپاره اذان وشي ، نو په دې وخت کې دکانداري کول څه حکم لري ؟
الجواب وبالله التوفیق :
کله چې د جُمعې په ورځ لومړی اذان وشي باید هر څوک د لمانځه لپاره تیاری شروع کړي او مسجد ته لاړ شي . په دې وخت کې یو شی اخیستل ، خرڅول یا د لمانځه د تیاري پرته په نورو کارونو کې مصروفه کېدل روا نه دي بلکې حرام دي ، ځان ترې ساتل په کار دي .
الدلیل علی ذلک :
(قَوْلُهُ وَيَجِبُ السَّعْيُ وَتَرْكُ الْبَيْعِ بِالْأَذَانِ الْأَوَّلِ) لِقَوْلِهِ تَعَالَى {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِيَ لِلصَّلاةِ مِنْ يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ} [الجمعة: 9] البحرالرايق . ټوک ، ۲ ، مخ : ۱۶۸ ، باب السعی وترک البیع بالاذان الاول