روژه او اعتکاف

که څوک روژه نه شي نېولی تراویح به کوي او کنه ؟

د فتوې شمېره (۲۳۲)

پوښتنه :

که څوک د عذر له امله روژه نه نیسي ، نو تراویح به کوي او کنه ؟

د ځواب په هیله .


الجواب وبالله التوفیق :

روژه ځان ته عبادت دی او تراویح ځان ته عبادت دی او هر یو جدا جدا ثواب لري ، نو که څوک د عذر له امله روژه نه شي نېولی او تراویح کولی شي ، تراویح دې وکړي ترڅو د تراویح له ثوابه محروم نه شي .


الدلیل علی ذلک :

عن سلمان الفارسي رضی الله عنه قال : خطبنا رسول الله صلی الله علیه وسلم فی اخر یوم من شعبان فقال : یاأیها الناس ! قد أظلکم شهر عظیم ، شهر مبارک ، شهر فیه لیلة خیر من ألف شهر ، جعل الله صیامه فریضة و قیام لیلة تطوعا …

مشکاة المصابیح ، مخ : ۱۷۳ ، کتاب الصوم ، الفصل الثالث .

( قوله : وسن فی رمضان عشرون رکعة بعد العشاء قبل الوتر و بعده بجماعة …. وصرح المصنف بأنها سنة …..الخ

البحر الرایق ، ټوک : ۲ ، مخ : ۶۶ ، باب الوتر والنوافل



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close