MEMO څېړنيزه اداره: د سوريې په جګړه کې له زرو زيات افغانان وژل شوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۳) الماس خدرخیل

په يوه تازه ورکړل شوي راپور کې MEMO څېړنيزې ادارې ويلي، چې د سوريې په جګړه کې تر زرو زيات افغانان وژل شوي دي.

د منځنۍ اسيا د چارو څارونکې او څېړنيزې ادارې ميمو دغه راپور پرون خپور کړی او زياته کړې يې ده، چې ياد وژل شوي افغانان د بشارالاسد په ملاتړ په جګړو کې وژل شوي دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د حقوق بشر د څارني څانګې په خپل راپور کې ويلي و، چې د ایران دولتي ځواکونه افغانان په زور د سوریې جګړې ته لیږدوي.

دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي و، چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونه افغاني شیعه جګړه مارو ته اسانتیاوې برابروي تر څو په سوریه کې د بشار الاسد په ملاتړ جګړو کې برخه واخلي او کوم افغانان چې جګړې ته له تګ څخه انکار کوي، هغوی ته ګواښ کوي چې د نه تګ په صورت کې به یې له ایرانه وباسي.

په راپور کې ويل شوي له دغو افغانانو سره ژمنه شوې وه، چې د مياشتې به پنځه سوه ډالره معاش او په ايران کې د استوګنې اسناد ورکول کېږي.

په ایران کې نیژدې ۳ ملیونه افغانان ژوند کوي، چې د هغو څخه یې زیات شمېر هلته د اوسیدو قانوني اسناد نه لري.

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار ادارې په خپل يوه راپور کې ويلي چې له ٢٠١٣میلادي کال راهيسې ايران، په زرګونو افغانان په غير قانوني ډول د سوريې جنګ ته لېږلي دي.

په ایران کې په ځلونو د سوریې په جګړه کې د وژل شویو افغانانو د جنازې او فاتحې مراسم لیدل شوي دي.

ځیني افغاني او پاکستاني اتباع داسې هم شته چې د شیعه عالمانو له لوري سوریې ته لیږل کیږي او هلته ورته د سني مسلمانانو د قتل عام اجازه ورکول کیږي.

تر دې وړاندې په رسنیو کې داسې خبرونه هم خپارهشوي وو، چې د افغان حکومت ځیني لوړپوړي چارواکي ددغه هیواد شیعه وګړي د سوریې جګړې ته لیږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close