-18 °c
پنجشنبه, اپریل 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
    • د اسلام پنځه ارکان
      • عقیده
      • لمونځ
      • روژه
      • زکات
      • حج
    • د نړۍ پای
    • ديني معلومات
    • سیرت
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • تاریخ
  • مرکې
  • مطبوعات
    • تاوده ترخه
    • داخلي مطبوعات
    • عربي مطبوعات
    • غربي مطبوعات
  • اړيکه
نشته
ټول وښئ
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
    • د اسلام پنځه ارکان
      • عقیده
      • لمونځ
      • روژه
      • زکات
      • حج
    • د نړۍ پای
    • ديني معلومات
    • سیرت
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • تاریخ
  • مرکې
  • مطبوعات
    • تاوده ترخه
    • داخلي مطبوعات
    • عربي مطبوعات
    • غربي مطبوعات
  • اړيکه
نشته
ټول وښئ
کابل ټکی کام
نشته
ټول وښئ

دلمونځ مسائل (۵۰مه برخه ) – د لمانځه د مفسداتو او مکروهاتو بيان –

عبد الله صديقي نشرونکی عبد الله صديقي
سپتمبر 12, 2017
د نشر شوي مطلب کټګوري اسلام پوهنه, د اسلام پنځه ارکان, لمونځ
0 0
0
0
شریکول
1.1k
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د لمانځه مفسدات څه ته وايي

پوښتنه : د لمانځه مفسدات څه ته وايي؟

ځواب : د لمانځه مفسدات هغو شيانو ته ويل کيږي په کومو سره چې لمونځ فاسديږي، يعنې ماتيږي او بيرته راګرځول يې ضروري شي ([1]).

د لمانځه مفسدات کوم کوم دي

پوښتنه : د لمانځه مفسدات کوم کوم دي؟

ځواب : د لمانځه مفسدات په لاندې ډول دي.

(۱) په لمانځه کې خبرې کول، سهوا وي او که قصدا، لږ وي او که ډيرې، په هر صورت کې لمونځ ماتيږي.

(۲) سلام کول، يعنې يو چا ته د سلام کولو په قصد سره د سلام، تسليم يا السلام عليکم يا همديته ورته د بل لفظ ويل.

(۳) يو چا ته د سلام ځواب ورکول، يا پرينجيدونکي ته يرحمک الله ويل، يا له لمانځه څخه د باندې د کوم کس دعا ته آمين ويل.

(۴) د کومې بدې خبرې په آوريدلو سره انا لله وانا اليه راجعون ويل، يا د کومې ښې خبرې په آوريدلو سره الحمد لله ويل، يا د کومې عجيبه خبرې په آوريدلو سره سبحان الله ويل.

(۵) د درد له وجهې آه يا اف کول.

(۶) له خپل امام څخه پرته بل چا ته فتح ورکول.

(۷) قرآن مجيد کتل او له مخې يې لوستل.

(۸) د قرآن مجيد په لوستلو کې لويه غلطي کول.

(۹) د عمل کثير کول، يعنې د داسې عمل کول چې ليدونکی دا ګمان وکړي چې دا کس لمونځ نه کوي.

(۱۰) سهوا يا قصدا خوراک څښاک کول.

(۱۱) د دوو صفونو په اندازه له يوه ځای څخه بل ځای ته تلل.

(۱۲) بې له عذره له قبلې څخه مخ ګرځول.

(۱۳) په ناپاک ځای باندې سجده لګول.

(۱۴) د ستر د لوڅيدلو په حالت کې د يوه رکن په اندازه دريدل.

(۱۵) په دعا کې د داسې شي غوښتنه کول کوم چې له انسانانو غوښتل کيږي، مثلا اې الله ما ته نن سل روپۍ راکړي.

(۱۶) د درد او مصيبت له وجهې داسې ژړل چې په آواز کې حروف ظاهر شي.

(۱۷) د بالغ انسان په لمانځه کې په زوره خندل.

(۱۸) په جماعت کې له امام څخه مخته دريدل وغيره ([2]).

د لمانځه کولو په وخت کې په کوم ليکل شوي شي باندې د نظر لويدو له امله لمونځ نه فاسديژي

پوښتنه : که چيرته د لمانځه کولو په وخت کې مخامخ په کوم ليکل شوي شي باندې سترګې ولګيژي او په زړه کې د هغه ليکل شوي شي خط وويل شي پرې پوه هم شي نو لمونځ فاسديژي او که نه؟.

ځواب : د لمانځه په وخت کې مخته په ايښودل شوي شي باندې د سترګو لګيدو او په هغه باندې د پوهيدو له امله لمونځ نه فاسديژي، تر څو چې په ژبې سره هغه الفاظ اداء نکړى شي، مګر قصداً داسې کول نه دي پکار ([3]).

([1]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٣١.

([2]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٣١ – ٣٢ – ٣٣.

([3]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ٩٣، بحواله : الفقه الاسلامي وادلته، ج : ٢، ص : ١٠٢٤، الشامي، ج : ١، ص : ٦٢٤، المحيط البرهاني، ج : ٢، ص : ١٥٩.

ټګونه: ارکانلمونځمفسدات
عبد الله صديقي

عبد الله صديقي

Stay Connected test

  • 129 Follower
  • 15.7k Follower
  • 207k Subscriber
  • 23.9k Follower
  • 99 Subscriber
  • خوښ شوي مطالب
  • Comments
  • وروستي

معنى أعوذ بالله من الشيطان الرجيم

جنوري 3, 2016
دا دحمرا تاریخی قصر دی

د اندلس د سقوط لنډ تاریخ

مارچ 6, 2019

د لمونځ مسایل (۳۷مه برخه) – د لمانځه واجبات څه ته وايي –

فبروري 21, 2017

دلمونځ مسائل (۵۰مه برخه ) – د لمانځه د مفسداتو او مکروهاتو بيان –

سپتمبر 12, 2017

د طالب بندیانو اعدام د اشرف غني پر تندي تور داغ

4

د طالب او روس اړیکې ناروا، د امریکا سره اړیکې رواه

2

پیاز او د هغه روغتیایي ګټې

2

د نصوارو غونډاري

2

د سولې مخالف څوک دی؟

مارچ 20, 2019

قهرجنو معترضینو دتیرې شپې شهیدان دولایت مقام ته راوړي

مارچ 15, 2019

امریکايان خو په ګيله هم نه پوهېږي!!!

مارچ 15, 2019

د کورنیو چارو سرپرست، او د دفاع چارسمبالی وزیر بلخ ولایت ته تللي

مارچ 15, 2019

Recent News

د سولې مخالف څوک دی؟

مارچ 20, 2019

قهرجنو معترضینو دتیرې شپې شهیدان دولایت مقام ته راوړي

مارچ 15, 2019

امریکايان خو په ګيله هم نه پوهېږي!!!

مارچ 15, 2019

د کورنیو چارو سرپرست، او د دفاع چارسمبالی وزیر بلخ ولایت ته تللي

مارچ 15, 2019
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ د ايمیل
kabullnews@gmail.com


ډیر کتل شوي

  • معنى أعوذ بالله من الشيطان الرجيم

    0 شریک شوي
    شریکول 0 Tweet 0
  • د اندلس د سقوط لنډ تاریخ

    0 شریک شوي
    شریکول 0 Tweet 0

تازه خپاره شوي مطالب

د سولې مخالف څوک دی؟

قهرجنو معترضینو دتیرې شپې شهیدان دولایت مقام ته راوړي

امریکايان خو په ګيله هم نه پوهېږي!!!

د کورنیو چارو سرپرست، او د دفاع چارسمبالی وزیر بلخ ولایت ته تللي

دملکي وژنوپردوام بيګاه بيا په پکتياکې دليسې زدکونکي وژل سوي

انقلابي پسرلی/ عقابي جانان

فراه: ګډو ځواکونو د يوې کورنۍ ۳ تنه ځوانان وژلي

سټولټنبرګ: افغانستان کې د ناټو ماموريت د سولې خبرو پايلو پورې تړلی دی

د افغانستان او ايرلنډ ټيسټ لوبه نن کيږي

د امريکا بهرنيو چارو وزارت د محب څرګندونې رد او هغه يې احضار کړی

محب: ایا خلیلزاد غواړي چې د افغانستان ویسرای شي؟

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

نشته
ټول وښئ
  • کور پاڼه
  • خبرونه
  • سرمقاله
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • اسلام پوهنه
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

Login to your account below

Forgotten Password?

Fill the forms bellow to register

All fields are required. Log In

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In