کابل ټکی کام(جمعه، ۲۴کب، ۱۳۹۷ل):
د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ په هبت خیلو سیمه کې امریکايي او افغان ځواکونو تیره شپه د شپنیو عملیاتو پرمهال ۵ تنه ولسي خلک وژلي، چې په وژل شوو کې د هیبت خیلو د لیسې تنکي زده کوونکي هم شامل دي.
په دې وروستيو کې ملکي وژنو تاريخي اړخ غوره کړی،فراه،اروزګان،ننګرهار،خوست،او هلمند هغه ولايتونه دي چې روانه ونۍ دسختو بمباريو شاهدان ؤ، ددغو بمباريو پر خلاف ګڼو ولسي خلکو اعتراض هم کړی ؤ، خو دورځې په تيرېدو سره دملکي وژنو فيصدي په لوړېدو ده.
















