(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۴)
د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ لوبه نن د هند په دهرادون لوبغالي کې پيليږي.
پچه (ټاس) ایرلنډ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د دغه لوبې کوربتوب افغانستان کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د ایرلنډ پر وړاندې د یوازينۍ ټیسټ لوبې لپاره د افغانستان یولس کسیزه دغه لوبغاړي شامل دي: وقار سلامخیل، احسان الله جنت او اکرام عليخیل په لومړي ځل د افغانستان لپاره په ټیسټ کرکټ کې لوبيږي.
















