-18 °c
پنجشنبه, اپریل 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
    • د اسلام پنځه ارکان
      • عقیده
      • لمونځ
      • روژه
      • زکات
      • حج
    • د نړۍ پای
    • ديني معلومات
    • سیرت
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • تاریخ
  • مرکې
  • مطبوعات
    • تاوده ترخه
    • داخلي مطبوعات
    • عربي مطبوعات
    • غربي مطبوعات
  • اړيکه
نشته
ټول وښئ
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
    • د اسلام پنځه ارکان
      • عقیده
      • لمونځ
      • روژه
      • زکات
      • حج
    • د نړۍ پای
    • ديني معلومات
    • سیرت
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • تاریخ
  • مرکې
  • مطبوعات
    • تاوده ترخه
    • داخلي مطبوعات
    • عربي مطبوعات
    • غربي مطبوعات
  • اړيکه
نشته
ټول وښئ
کابل ټکی کام
نشته
ټول وښئ

د سولې مخالف څوک دی؟

محب الله عاطف نشرونکی محب الله عاطف
مارچ 20, 2019
د نشر شوي مطلب کټګوري سرمقاله, مهم
0 0
0
0
شریکول
331
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د افغانستان په اوږده جګړه کې؛ چې نږدې اتلس کاله يې په بر کې ونيول، وخت ناوخته د ښکیلو خواوو له لوري پر يوه اوبل تورونه لګول کېدل چې ګواکې مخالف لوری د سولې مخالفت کوي، خو وروسته له هغه چې امريکا له جنګه ستړې او د سولې لېوالتيا ورسره ډېره شوه، همدارنګه د سولې خبرې اترې هم ورسره پر مخ ولاړې نو د ولسمشر غني هم د خپلې خولې واګي خوشې کړل او د سولې په مخالفت يې خپل ټيم او نورو خلکو ته د ټولنيزو رسنيو له لارې ويناوې شروع کړې.

په لومړي سر کې چې امریکا له طالبانو سره د پوځيانو د وتلو پر سر هوکړې ته نږدې شوه او طالبانو په خپلو اعلاميو کې وویل: چې له امريکايانو سره په دوو موضوعاتو هوکړې ته نږدې شوي چې يوه يې له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو بشپړ وتل دي او بله يې له افغانستان څخه امريکا ته ګواښونه نه پېښول دي) نو ولسمشر غني ناڅاپه خپله لهجه د معمول په خلاف نوره هم تېزه کړه او طالبانو ته يې په خپله وينا کې د يوې وړې ډلې خطاب وکړ او ان دا يې هم وويل: چې د امریکايي پوځيانو د وتلو په اړه بايد هر څوک ونه غږېږي. مګر څه وخت چې ټرمپ هم له طالبانو سره د غونډې په تړاو وويل: چې له طالبانو سره يوې هوکړې ته نږدې شوي او تر هوکړې وروسته به له افغانستان څخه پوځيان باسي، نو ولسمشر غني بلکل يو ناڅاپه بدلون ومونده او وې ويل: چې د امريکايي پوځيانو حضور صفر ته راښکته کوو! همداشان يې د خپلې په موده کې لومړی ځل پر عام ولس امريکايي بمبارونه تېروتنې وبللې.

څه موده وروسته چې له جګړې تښتېدونکي ټرمپ په ځغرده پر خپل ټويټر وليکل (چې له طالبانو سره تر هوکړې وروسته ټولو پوځيانو وېستلو ته تيار دی، ځکه چې د افغانستان په بې فائدې جګړه امريکا د کال پنځوس ميليارده ډالر مصرفوي نو که چېرته دغه جګړه پای ته ورسوو او دغه ډالر په خپله د امريکا په داخل کې مصرف کړو، په دې سره به مونږ ته د تاوان پر ځای ګټه تر لاسه شي) نو په دې سره ولسمشر غني نور هم ټکنی شو او يو ځل بيا يې د طالبانو پر وړاندې خوله، خو دا ځل يې يوازې پر خپلو ويناوو هم اکتفاء ونه کړه بلکې ټرمپ ته يې يو مخفي او پټ لیک ولېږه چې زه به د اردو، پوليسو او نورو نظامي او حکومتي ارګانونو معاشات راکم کړم! خو تاسو خپل پوځيان مه وباسئ!

په دې نږدې وروستيو کې چې به مسکو کې د اوسېدونکو افغانانو په کوربه توب د طالبانو به ابتکار يوه غونډه جوړه شوه، په نوموړې غونډه کې مختلفو سياسيونو هم ګډون درلود، خو غني نه يوازې دا چې په غونډه کې يې له ګډون څخه انکار وکړو، بلکې يو ځل بيا يې په طالبانو پسې خوله خلاصه کړه او وې ويل چې د مسکو د غونډې ګډونکوونکي هيڅکله هم د کومې پرېکړې د کولو حق نه لري. او تر ټولو مهمه دا چې د غونډې په جريان بيا همدې سوله خوښي ولسمشر ملګرو ملتونو ته يو ليک لېږلی، چې د طالب ډپلوماټانو په اړه يې ورته ليکلي چې ولې ازاد تګ راتګ کوي، بايد بنديزونه پرې ولګول شي.

له پورتنيو ټولو خبرو څخه دا په ډاګه کېږي، چې د سولې په وړاندې تر ټولو لوی خنډ يوازېنۍ د کابل کاواکه او د دې ادارې ولسمشر دی، همداشان د افغان ولس د زړه غوږونه هم اوس په دې خلاص شوي چې د سولې پر وړاندې يوازېنی خنډ ولسمشر اشرف غني دی او دا ځکه د سولې کلک مخالفت کوي چې په سوله کې د ده ګټې هيڅکله خوندي نشي پاتې کېدای او د سولې په راتګ سره يې واکمني له منځه ځي.

محب الله عاطف

محب الله عاطف

Stay Connected test

  • 129 Follower
  • 15.7k Follower
  • 207k Subscriber
  • 23.9k Follower
  • 99 Subscriber
  • خوښ شوي مطالب
  • Comments
  • وروستي

معنى أعوذ بالله من الشيطان الرجيم

جنوري 3, 2016
دا دحمرا تاریخی قصر دی

د اندلس د سقوط لنډ تاریخ

مارچ 6, 2019

د لمونځ مسایل (۳۷مه برخه) – د لمانځه واجبات څه ته وايي –

فبروري 21, 2017

دلمونځ مسائل (۵۰مه برخه ) – د لمانځه د مفسداتو او مکروهاتو بيان –

سپتمبر 12, 2017

د طالب بندیانو اعدام د اشرف غني پر تندي تور داغ

4

د طالب او روس اړیکې ناروا، د امریکا سره اړیکې رواه

2

پیاز او د هغه روغتیایي ګټې

2

د نصوارو غونډاري

2

د سولې مخالف څوک دی؟

مارچ 20, 2019

قهرجنو معترضینو دتیرې شپې شهیدان دولایت مقام ته راوړي

مارچ 15, 2019

امریکايان خو په ګيله هم نه پوهېږي!!!

مارچ 15, 2019

د کورنیو چارو سرپرست، او د دفاع چارسمبالی وزیر بلخ ولایت ته تللي

مارچ 15, 2019

Recent News

د سولې مخالف څوک دی؟

مارچ 20, 2019

قهرجنو معترضینو دتیرې شپې شهیدان دولایت مقام ته راوړي

مارچ 15, 2019

امریکايان خو په ګيله هم نه پوهېږي!!!

مارچ 15, 2019

د کورنیو چارو سرپرست، او د دفاع چارسمبالی وزیر بلخ ولایت ته تللي

مارچ 15, 2019
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ د ايمیل
kabullnews@gmail.com


ډیر کتل شوي

  • معنى أعوذ بالله من الشيطان الرجيم

    0 شریک شوي
    شریکول 0 Tweet 0
  • د اندلس د سقوط لنډ تاریخ

    0 شریک شوي
    شریکول 0 Tweet 0

تازه خپاره شوي مطالب

د سولې مخالف څوک دی؟

قهرجنو معترضینو دتیرې شپې شهیدان دولایت مقام ته راوړي

امریکايان خو په ګيله هم نه پوهېږي!!!

د کورنیو چارو سرپرست، او د دفاع چارسمبالی وزیر بلخ ولایت ته تللي

دملکي وژنوپردوام بيګاه بيا په پکتياکې دليسې زدکونکي وژل سوي

انقلابي پسرلی/ عقابي جانان

فراه: ګډو ځواکونو د يوې کورنۍ ۳ تنه ځوانان وژلي

سټولټنبرګ: افغانستان کې د ناټو ماموريت د سولې خبرو پايلو پورې تړلی دی

د افغانستان او ايرلنډ ټيسټ لوبه نن کيږي

د امريکا بهرنيو چارو وزارت د محب څرګندونې رد او هغه يې احضار کړی

محب: ایا خلیلزاد غواړي چې د افغانستان ویسرای شي؟

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

نشته
ټول وښئ
  • کور پاڼه
  • خبرونه
  • سرمقاله
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • اسلام پوهنه
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

Login to your account below

Forgotten Password?

Fill the forms bellow to register

All fields are required. Log In

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In