د ښځې او میړه حقوق

(دریمه برخه)

۳- لباس

پر مېړه باندې د ښځې درېيم حق لباس دی او دا هم له ايجاب او قبول څخه وروسته پر مېړه باندې قرض کېږي، برابره خبره ده که د پلار په کور وي او که د مېړه په کور وي. خو په دې شرط چې د پلار په کور کې د مېړه په رضامندۍ سره اوسېږي او يا يې د عقد يعنې ايجاب او قبول په مهال کې مېرمن يا د هغې شرعي ولي پلار يانيکه ورسره شرط کړی وي او مېړه يې ورسره منلی وي او که داسې نه وي، ښځه د نشوز او سرغړونې له کبله د پلار په کور کې اوسېږي او د مېړه له بيا بيا غوښتنې سره هم د مېړه کورته له تللو څخه انکار وکړي، نو پر مېړه باندې يې د لباس ورکولو حق ساقطېږي، تر څو چې د هغه اطاعت ونه کړي او يا هغه پر دې کار باندې رضامند ونه ګرځوي.

د لباس نوعيت او کميت:

د وجوبي لباس د نوعيت په هکله فقهاوو ويلي دي، چې په شرعي توګه د مېړه له وس سره سم د مېرمن لباس پرې واجب کېږي، نو که مېړه يې شتمن وي، ښه او د اوچتې بيې لباس به ورته کوي، چې په سيمه او چاپېريال کې يې نور شتمن مېړونه خپلو مېرمنو ته کوی.

او که مېړه يې د منځومې او متوسطې درجې اقتصادي حالت ولري، نو د متوسط قېمت لباس کول پرې لازمېږي، چې نه ډېر اوچت وي او نه زيات د ټيټې مرتبې د وګړو د مېرمنو وي او که مېړه يې بې وزلی او فقير وي، نو د خپل وس په انډول به يې ورته کوي، خو دا په هغه صورت کې چې د ايجاب او قبول په مهال کې د زوجينو يعنې مېړه او ښځې تر منځ د لباس نوعيت ټاکل شوی نه وي او که نوعيت يې ټاکل شوی وی، نو پر مېړه باندې د هماغه نوعيت کالي کول لازمېږي، چې په تړون کې مذکور وي.

د کميت په باره کې فقهاوو ويلي دي، چې پر خېړه باندې په کال کې دوه جوړه کالي لازم دي، چې خپلې ښځې ته يې وکړي، يوه جوړه په ژمي کې له سړو څخه د ژغورنې پريړ لباس او دويمه جوړه لباس په دوبي کې له ګرمۍ څخه د ژغورنې په خاطر داسې لباس چې په سيمه او چاپېريال کې په وګرړو کې دود وي، يعنې له عرف او رواج سره سم به يې ورته کوي. او د لباس دغه شمېر او کميت هغه دی، چې شريعت پر مېړه باندې په هر کال کې لږ تر لږه واجب ګرځولی دی، مګر که مېړه په خپله خوښه په کال کې له دې څخه زيات هم ورته کوی، شرعي بنديز برې نشته، خو په دې شرط چې د تبذير او اسراف پړاو ته ونه رسېږي، او هغه داسې چې د ځان ښودنې، غرور او تکبر او په ټولنه کې د فساد خپرولو په تکل نه وي، چې نورې ښځې مېړونو ته وهڅوي، شل، لس، دېرش او پنځوس جوړې وي. ځکه چې داسې کول په اسلام کې حرام دي، الله تعالی اسراف ورته ويلي دي، ښځې ته هره جوړه لباس چې کوي، نو له سر څخه تر پښو پورې به وي، يعنې کميس، پرتوګ، ټيکری او د پښو له پاره پايزار او څادري چې ګرد جسم يې ورکې پټېږي، او لاس ماغوګان (قفازين) جورابې او داسې نور استحبابي دي، وجوبي نه دي.