-18 °c
پنجشنبه, اپریل 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
    • د اسلام پنځه ارکان
      • عقیده
      • لمونځ
      • روژه
      • زکات
      • حج
    • د نړۍ پای
    • ديني معلومات
    • سیرت
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • تاریخ
  • مرکې
  • مطبوعات
    • تاوده ترخه
    • داخلي مطبوعات
    • عربي مطبوعات
    • غربي مطبوعات
  • اړيکه
نشته
ټول وښئ
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
    • د اسلام پنځه ارکان
      • عقیده
      • لمونځ
      • روژه
      • زکات
      • حج
    • د نړۍ پای
    • ديني معلومات
    • سیرت
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • تاریخ
  • مرکې
  • مطبوعات
    • تاوده ترخه
    • داخلي مطبوعات
    • عربي مطبوعات
    • غربي مطبوعات
  • اړيکه
نشته
ټول وښئ
کابل ټکی کام
نشته
ټول وښئ

د کورنیو چارو سرپرست، او د دفاع چارسمبالی وزیر بلخ ولایت ته تللي

رسول ګل نشرونکی رسول ګل
مارچ 15, 2019
د نشر شوي مطلب کټګوري افغانستان, خبرونه, مهم
0 0
0
0
شریکول
192
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام(جمعه، ۲۴کب، ۱۳۹۷ل):

افغان امنیتي چارواکي وايي چې د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد او د کورنیو چارو چارسمبالی وزیر معسود اندرابي بلخ ولایت ته تللي چې هلته ددې ولایت له پخواني والي عطا محمد نور اوله نوروسیاسي مشرانو سره خبرې وکړي.

دفاع وزارت په یوه ټویټ کې لیکلي چې امنیتي وزیران او د غوڅ ملاتړ ځواکونو یو سلاکار د نوي امنیې قومندان مبارکي او د بلخ له سیاسي مشرانو سره د خبرو لپاره دغه ولایت ته تللي.

تېره ورځ په بلخ کې د نوي امنیې قومندان د معرفي کېدو مخالفت وشو او د مزار شریف ښار مرکز کې امنیه قومندانۍ ته شاوخوا د پولیسو ځانګړو ځواکونو او د عطامحمد نور او د پخواني امنیه قومندان د ملاتړو ترمنځ وسله واله نښته وشوه.

د بلخ د روغتون چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې د ۱۰ پولیسو په ګډون ۱۸ کسان ټپیان شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قل اردو ویاند حنیف رضايي نن (جمعه د کب ۲۴/مارچ ۱۵) رسنیوته ویلي، امنیتي چارواکي به په بلخ کې د ستونزې هوارۍ لپاره له مشرانو په ځانګړې توګه له ښاغلي نور سره وګوري.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد هم د امنیتي چاراکو ورتلل تایید کړي او زیاته کړې یې ده چې ددې سفر موخه د رامنځته شویو ستونزو حل دی.

د دفاع سرپرست وزیر تېره ورځ له رسنیو سره په مرکه کې ویلي و چې بلخ کې رامنځ ته شوې ستونزه د ‘ ناسم پوهېدو’ له کبله رامنځته شوې وه او ټینګار یې وکړ چې ناقانونه کار نه دی ترسره شوی.

هغه وویل چې د بلخ له پخواني والي سره یې خبرې کړي او په دې تړاو به نورې خبرې هم وکړي او د هغه مشورې به هم واوري.

امنیتي چارواکو تېره ورځ وویل چې په بلخ کې د امنیتي وضعیت خرابېدو له کبله یې ددې ولایت لپاره عبدالرقیب مبارز د محمد اکرم سامع پرځای نوی امنیې قومندان وګماره.

د بلخ ولایت لپاره د امنیې نوی قومندان تېره ورځ د بلخ امنیه قومندانۍ شاوخوا کې له څو ساعته نښتو وروسته بلاخره د کورنیو چارو وزارت د پولیسو ځانګړو ځواکونو سره یو ځای خپل دفتر ته ورسېد او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.

له خپرو شویو تصویرونو ښکاري چې جنرال عبدالرقیب مبارز د ځانګړو ځواکونو په شتون کې د امنیه قوماندان پر څوکۍ ناست دی.

ښاغلي مبارز له طلوع نیوز خبري شبکې سره خبرو کې ویلي:

”د کورنیو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو هغه سیمه چې مقاومت پکې کېده تصفیه او تالاشي کړه او له هغو کسانو یې وسله واخیسته چې مقاومت یې کاوه. دوی به د قانون منګولو ته وسپارو. هېچا ته اجازه نه ورکوو، چې د نظام، دولت او مرکزي حکومت پر ضد بغاوت وکړي. ”

نوموړی زیاتوي:

”ټولو مشرانو ته درناوی کوو، خو هر څوک چې د نظام او حکومت پر ضد جګړه کوي، موږ به یې مقابل کې درېږو. ”

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي تر اوسه ۲۵ نامسوله وسله وال نیول شوي دي.

رسول ګل

رسول ګل

Stay Connected test

  • 129 Follower
  • 15.7k Follower
  • 207k Subscriber
  • 23.9k Follower
  • 99 Subscriber
  • خوښ شوي مطالب
  • Comments
  • وروستي

معنى أعوذ بالله من الشيطان الرجيم

جنوري 3, 2016
دا دحمرا تاریخی قصر دی

د اندلس د سقوط لنډ تاریخ

مارچ 6, 2019

د لمونځ مسایل (۳۷مه برخه) – د لمانځه واجبات څه ته وايي –

فبروري 21, 2017

دلمونځ مسائل (۵۰مه برخه ) – د لمانځه د مفسداتو او مکروهاتو بيان –

سپتمبر 12, 2017

د طالب بندیانو اعدام د اشرف غني پر تندي تور داغ

4

د طالب او روس اړیکې ناروا، د امریکا سره اړیکې رواه

2

پیاز او د هغه روغتیایي ګټې

2

د نصوارو غونډاري

2

د سولې مخالف څوک دی؟

مارچ 20, 2019

قهرجنو معترضینو دتیرې شپې شهیدان دولایت مقام ته راوړي

مارچ 15, 2019

امریکايان خو په ګيله هم نه پوهېږي!!!

مارچ 15, 2019

د کورنیو چارو سرپرست، او د دفاع چارسمبالی وزیر بلخ ولایت ته تللي

مارچ 15, 2019

Recent News

د سولې مخالف څوک دی؟

مارچ 20, 2019

قهرجنو معترضینو دتیرې شپې شهیدان دولایت مقام ته راوړي

مارچ 15, 2019

امریکايان خو په ګيله هم نه پوهېږي!!!

مارچ 15, 2019

د کورنیو چارو سرپرست، او د دفاع چارسمبالی وزیر بلخ ولایت ته تللي

مارچ 15, 2019
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ د ايمیل
kabullnews@gmail.com


ډیر کتل شوي

  • معنى أعوذ بالله من الشيطان الرجيم

    0 شریک شوي
    شریکول 0 Tweet 0
  • د اندلس د سقوط لنډ تاریخ

    0 شریک شوي
    شریکول 0 Tweet 0

تازه خپاره شوي مطالب

د سولې مخالف څوک دی؟

قهرجنو معترضینو دتیرې شپې شهیدان دولایت مقام ته راوړي

امریکايان خو په ګيله هم نه پوهېږي!!!

د کورنیو چارو سرپرست، او د دفاع چارسمبالی وزیر بلخ ولایت ته تللي

دملکي وژنوپردوام بيګاه بيا په پکتياکې دليسې زدکونکي وژل سوي

انقلابي پسرلی/ عقابي جانان

فراه: ګډو ځواکونو د يوې کورنۍ ۳ تنه ځوانان وژلي

سټولټنبرګ: افغانستان کې د ناټو ماموريت د سولې خبرو پايلو پورې تړلی دی

د افغانستان او ايرلنډ ټيسټ لوبه نن کيږي

د امريکا بهرنيو چارو وزارت د محب څرګندونې رد او هغه يې احضار کړی

محب: ایا خلیلزاد غواړي چې د افغانستان ویسرای شي؟

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

نشته
ټول وښئ
  • کور پاڼه
  • خبرونه
  • سرمقاله
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • اسلام پوهنه
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

Login to your account below

Forgotten Password?

Fill the forms bellow to register

All fields are required. Log In

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In