(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۴)
د ناټو عمومي عمومي منشي ینس ټولټنبرګ وايي، په افغانستان کې ماموريت يې د سولې خبرو پايلو پورې تړلی دی.
نوموړي ويلي، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو شمير به تر ډيره په دې پورې تړلی وي چې د طالبانو امریکا خبرې يوې پايلې ته ورسيږي.
هغه وايي، د خبرو د پايلو په اړه څه نه شي ويلی خو په وينا يې که امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه اوباسي نو د ناټو لږ ځواکونه به وکولای شي دغه هیواد کې د افغان ځواکونو روزنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تيرې سې شنبې په ورځ د طالبانو او امریکا تر منځ د شپاړلس ورځنۍ مسلسلې ناستې وروسته پنځم پړاو خبرې پای ته ورسيدې چې د دواړو لوريو په وينا په خبرو کې د امریکايي ځواکونو په وتلو او د افغان خاورې څخه د ډاډ ترلاسه کولو مسائلو کې پرمختګ شوی دی.
داسې راپورونه هم شته چې طالبان په شپږو مياشتو کې د ټولو امریکايي ځواکونو وتل غواړي خو تر دې کلونو په وتلو ټينګار کوي.
تر اوسه د دواړو لوريو تر منځ کومه موافقه نه ده شوې خو ښايي راتلونکي کې يوځل بيا په دغه مسائلو خبرې او ښايي یوې موافقې ته ورسيږي.
















