-18 °c
پنجشنبه, اپریل 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
    • د اسلام پنځه ارکان
      • عقیده
      • لمونځ
      • روژه
      • زکات
      • حج
    • د نړۍ پای
    • ديني معلومات
    • سیرت
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • تاریخ
  • مرکې
  • مطبوعات
    • تاوده ترخه
    • داخلي مطبوعات
    • عربي مطبوعات
    • غربي مطبوعات
  • اړيکه
نشته
ټول وښئ
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
    • د اسلام پنځه ارکان
      • عقیده
      • لمونځ
      • روژه
      • زکات
      • حج
    • د نړۍ پای
    • ديني معلومات
    • سیرت
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • تاریخ
  • مرکې
  • مطبوعات
    • تاوده ترخه
    • داخلي مطبوعات
    • عربي مطبوعات
    • غربي مطبوعات
  • اړيکه
نشته
ټول وښئ
کابل ټکی کام
نشته
ټول وښئ

محب: ایا خلیلزاد غواړي چې د افغانستان ویسرای شي؟

عبد الرحمن نشرونکی عبد الرحمن
مارچ 15, 2019
د نشر شوي مطلب کټګوري غربي مطبوعات, مطبوعات
0 0
0
0
شریکول
131
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

واحد فقيري

حمد الله محب پر خلیلزاد باندې تور لګوي چې غواړي د افغانستان حکومت کمزوری کړي، یا یې بېخي بدل کړي، او یا ښايي غواړي چې خپله د جمهوري ریاست لپاره کاندید سي.

محب وايي،«دا چې خلیلزاد د افغان حکومت غیر مشروع او کمزوری کوي، او په عین زمان کې طالبان غټوي، دا فقط یو هدف لري، او هغه دا چې د خلیلزاد دا اقدامات قطعا د سولې لپاره نه دی. هغه سوله او مصالحه نه راولي، بلکي بېګانګي او فاصلې ایجادوي.»

د ډیلي بیسټ د مارچ پر ۱۴ لیکي حمد الله محب وايي چي هغه واشنګټن ته دقیقا پدې هدف راغلی دی چي غواړي امریکايي مقاماتو ته شکایت وکړي چي خلیلزاد د دې پر ځای چي طالبان دېته وهڅوي چي د کابل حکومت سره خبرو ته کښېني، خلیلزاد د کابل حکومت بای پاس کړی دی. او طالبانو ته یې هیڅ داسي دلیل نه دی وړاندي کړی چي‌ باید د افغان حکومت سره خبرو ته کښېني، حال دا چي «طالبان د پسرلي عملیاتو ته پوره چمتوالی نیسي.»

محب علاوه کوي،«حتی که چیري هلته یوه معامله هم وسي، دا به یوه بده معامله وي» ځکه دا به حکومت لا کمزوری کړي. هغه وايي همدااوس طالبان په جار جار وايي چي د جهان د ملکونو خارجه وزیران د ملاقات لپاره په لین ورته ولاړ دي، ځکه هغوی پوهېږي چي طالبان به راتلونکي حاکمان وي.

محب وايي که څه هم خلیلزاد شپاړلس ورځي د طالبانو سره په قطر کي په خبرو تېري کړي، خو د کابل سره يې هیڅ معلومات شریک نه کړل،‌ بلکي یوازي يې په ټویټ باندي خبر ورکړ.

محب وايي چي د معلومات په نشتون کي د کابل په حکومت کي دا تیوري زور اخیستی دی چي خلیلزاد عمدا د کابل حکومت کمزوری کوي، او غواړي چي خپل پخوانی ملګری، حامد کرزی، بېرته قدرت ته ورسوي. محب زیاته کړه،«موږ فکر کوو چي یا خلیلزاد نه پوهېږي چي څه کوي، او یا د بل څه د کولو خیال او فکر لري.»

محب وايي د کابل حکومت فکر کوي چي د موقتي حکومت د جوړولو خبري دا ښيي چي ښايي خلیلزاد غواړي چي د همدې موقتي حکومت «ویسرای» سي.

ډیلي بیسټ لیکي پخوا هم دا اوازه وه چي خلیلزاد غواړي د افغانستان د جمهوري ریاست لپاره یو کاندید سي.

محب وايي هغه واشنګټن ته پدې نیت راغلی دی چي امریکايي مقاماتو ته شکایت وکړي، خو امریکايي مقاماتو تر اوسه پوري د هغه شکایت ته غوږ نه دی نیولی، او نه هم دا کوښښ کړی دی چي د کابل حکومت د سولي په خبرو کي ور ګډ کړي. محب وايي د امریکا د ملي امنیت مشاور ښاغلي بولټن هم بد او سپک چلن ورسره کړی دی،‌ځکه محب ته ویلي دي چي‌ ملاقات لپاره وخت نه لري.

محب وايي د امریکا حکومت پدې وروستیو کي د افغان حکومت سره ډېر توهین آمېزه چلن کوي. ځکه خلیلزاد د کابل حکومت ته دیکته کوئ چي د طالبانو سره د خبرو په هیات کي باید څوک شامل کړای سي.

ډیلي بیټ لیکي سپیني مانۍ او خارجه وزارت پدې برخه کي د تبصرې کولو څخه ډډه وکړه.

عبد الرحمن

عبد الرحمن

Stay Connected test

  • 129 Follower
  • 15.7k Follower
  • 207k Subscriber
  • 23.9k Follower
  • 99 Subscriber
  • خوښ شوي مطالب
  • Comments
  • وروستي

معنى أعوذ بالله من الشيطان الرجيم

جنوري 3, 2016
دا دحمرا تاریخی قصر دی

د اندلس د سقوط لنډ تاریخ

مارچ 6, 2019

د لمونځ مسایل (۳۷مه برخه) – د لمانځه واجبات څه ته وايي –

فبروري 21, 2017

دلمونځ مسائل (۵۰مه برخه ) – د لمانځه د مفسداتو او مکروهاتو بيان –

سپتمبر 12, 2017

د طالب بندیانو اعدام د اشرف غني پر تندي تور داغ

4

د طالب او روس اړیکې ناروا، د امریکا سره اړیکې رواه

2

پیاز او د هغه روغتیایي ګټې

2

د نصوارو غونډاري

2

د سولې مخالف څوک دی؟

مارچ 20, 2019

قهرجنو معترضینو دتیرې شپې شهیدان دولایت مقام ته راوړي

مارچ 15, 2019

امریکايان خو په ګيله هم نه پوهېږي!!!

مارچ 15, 2019

د کورنیو چارو سرپرست، او د دفاع چارسمبالی وزیر بلخ ولایت ته تللي

مارچ 15, 2019

Recent News

د سولې مخالف څوک دی؟

مارچ 20, 2019

قهرجنو معترضینو دتیرې شپې شهیدان دولایت مقام ته راوړي

مارچ 15, 2019

امریکايان خو په ګيله هم نه پوهېږي!!!

مارچ 15, 2019

د کورنیو چارو سرپرست، او د دفاع چارسمبالی وزیر بلخ ولایت ته تللي

مارچ 15, 2019
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ د ايمیل
kabullnews@gmail.com


ډیر کتل شوي

  • معنى أعوذ بالله من الشيطان الرجيم

    0 شریک شوي
    شریکول 0 Tweet 0
  • د اندلس د سقوط لنډ تاریخ

    0 شریک شوي
    شریکول 0 Tweet 0

تازه خپاره شوي مطالب

د سولې مخالف څوک دی؟

قهرجنو معترضینو دتیرې شپې شهیدان دولایت مقام ته راوړي

امریکايان خو په ګيله هم نه پوهېږي!!!

د کورنیو چارو سرپرست، او د دفاع چارسمبالی وزیر بلخ ولایت ته تللي

دملکي وژنوپردوام بيګاه بيا په پکتياکې دليسې زدکونکي وژل سوي

انقلابي پسرلی/ عقابي جانان

فراه: ګډو ځواکونو د يوې کورنۍ ۳ تنه ځوانان وژلي

سټولټنبرګ: افغانستان کې د ناټو ماموريت د سولې خبرو پايلو پورې تړلی دی

د افغانستان او ايرلنډ ټيسټ لوبه نن کيږي

د امريکا بهرنيو چارو وزارت د محب څرګندونې رد او هغه يې احضار کړی

محب: ایا خلیلزاد غواړي چې د افغانستان ویسرای شي؟

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

نشته
ټول وښئ
  • کور پاڼه
  • خبرونه
  • سرمقاله
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • اسلام پوهنه
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

Login to your account below

Forgotten Password?

Fill the forms bellow to register

All fields are required. Log In

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In