-18 °c
پنجشنبه, اپریل 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
    • د اسلام پنځه ارکان
      • عقیده
      • لمونځ
      • روژه
      • زکات
      • حج
    • د نړۍ پای
    • ديني معلومات
    • سیرت
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • تاریخ
  • مرکې
  • مطبوعات
    • تاوده ترخه
    • داخلي مطبوعات
    • عربي مطبوعات
    • غربي مطبوعات
  • اړيکه
نشته
ټول وښئ
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
    • د اسلام پنځه ارکان
      • عقیده
      • لمونځ
      • روژه
      • زکات
      • حج
    • د نړۍ پای
    • ديني معلومات
    • سیرت
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • تاریخ
  • مرکې
  • مطبوعات
    • تاوده ترخه
    • داخلي مطبوعات
    • عربي مطبوعات
    • غربي مطبوعات
  • اړيکه
نشته
ټول وښئ
کابل ټکی کام
نشته
ټول وښئ

د حکمتيار کابل ميشتي پلاوي ته د ملي امنيت د چارواکو له لوري د محتاط اوسيدو خبرداری!

عبد الهادي همت نشرونکی عبد الهادي همت
دسمبر 4, 2016
د نشر شوي مطلب کټګوري مقالې
0 0
0
0
شریکول
293
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

متقاعد نظامي

د يوې باوري سرچينې د معلوماتو له مخې نيږدې يوه مياشت دمخه له ګډ حکومت سره د حکمتيار د مذاکراتو او سولې د پلاوي مشر انجنير کريم امين ته د اشرف غني د ملي امنيت مشاور حنيف اتمر خبرداری ورکړی چې وسلوال مخالفين پلان لري تر څو د حکمتيار پلاوی د کوم بريد نښه وګرځوي او هم يې لارښوونه ورته کړې چې د زياتو جزئياتو د لاسته راوړلو او لازمو تدابيرو د نيولو لپاره د ملي امنيت له لوی رئيس معصوم ستانکزي سره وګوري.

سرچينه زياتوي د حنيف اتمر له خبرداري وروسته انجنير کريم امين په داسې حال کې چې د حکمتيار د اطلاعاتو پخوانی رئيس عبدالمالک خوستی ، حاجي حيات ، شرافت او ځینې نور کسان هم ورسره ؤ له معصوم ستانکزي سره مخ شول. معصوم ستانکزي هم په دغه ليدنه کې د حکمتيار پلاوي ته د حنيف اتمر خبرداری تکرار کړ او په کابل کې د طالبانو ځينې د نظامي عملياتو مسؤلين يې په مشخصه توګه ورته ياد کړل چې د حکمتيار په پلاوي د بريدونو پلان لري.

ويل کيږي د دې خبرداري څخه وروسته د حکمتيار په کابل ميشتي پلاوي کې وارخطايي ګډه شوې او د حکمتيار د اطلاعاتو پخوانۍ څانګه هوډ لري تر څو لاس پکار شي.

د حکمتيار پلاوي ته د ګډ حکومت امنيتي چارواکي دا خبرداری په داسې حال کې ورکوي چې نه خو طالبانو د حکمتيار او ګډ حکومت تر منځ د سولې د تړون په اړه کوم رسمي غبرګون ښودلی او نه يې خپلو پلويانو ته د حکمتيار د پلويانو په ضد د بريدونو کوم رسمي امر کړی ، ځکه معمولاً طالبان چې له هر چا سره د جګړې اراده ولري او يا د بريد نيت پرې ولري له مخکې څخه رسمي اعلان کوي او په اړه يې شرعي فتوی جاري کوي ، کم تر کمه خپلو پلويانو ته خو داسې يو اعلان خامخا جاري کوي.

د چارو د شنونکو له آنده طالبان شايد خپل رسمي غبرګون کابل ته د حکمتيار تر تګ پورې او آن د طالبانو په وړاندې د ده تر عملي موقف پورې وځنډوي او که چيرې حکمتيار د طالبانو په وړاندې کوم دريځ ونه نيسي او د طالبانو په وړاندې کوم عملي اقدام ونکړي ، شايد طالبان يې بيخي په وړاندې خاموش پاتې شي.

دغه شنونکي زياتوي چې د حکومت د امنيتي چارواکو د دغه خبرداري په کره والي د اوس لپاره باور نشي کيدلای او شايد د دغه خبرداري تر شا څو پټ مهم استخباراتي اغراض وي :

لومړی دا چې حکومت دې ته زياته تلوسه لري چې د حکمتيار پخوانۍ پياوړې اطلاعاتي دستګاه له سره منظمه او فعاله کړي ، خپلې نيمګړتياوې پرې پوره کړي او د طالبانو پر ضد ترې کار واخلي.

دوهم دا چې ګډ حکومت او د دوی بهرني ملاتړي غواړي د حکمتيار له پلويانو څخه په بيلابيلو محاذونو کې د طالبانو په ضد په جګړه کې کار واخلي او د ملي اردو او پوليسو ملا پرې مضبوطه کړي.

دريم دا چې په داسې اخطارونو ګډ حکومت غواړي د حکمتيار د پلاوي تحرکات ، فعاليت او ملاقاتونه محدود وساتي او له کنترول څخه يې خارج نشي.

ځینې شنونکي بيا په دې آند دي چې شايد د حکومت امنيتي ارګانونه په خپله حکمتيار او د حکمتيار د سر کسان د يوې لويې توطيې ښکار وګرځوي ، له منځه يې يوسي او پړه يې په طالبانو وغورځوي تر څو په دې ډول هم له حکمتيار څخه ځان خلاص کړي او هم به يې پلويان له طالبانو سره په جګړه کې ښکېل کړي.

دغه شنونکي زياتوي چې دغه خبرداری به د حکمتيار لپاره د دغې جوړې سترې توطيې چې په غالب ګومان تر شا به يې د سي آی ای ، د انګليس د استخباراتو او نورو لويديځو استخباراتي ادارو هم لاس وي له مقدماتو څخه وي !

د استخباراتي چارو د دغو کارپوانو له نظره په تاريخ کې د داسې توطيو ډير مثالونه شته ، دوی حکمتيار او پلويانو ته يې مشوره ورکوي چې بايد له زياتې هوښيارۍ څخه کار واخلي ، له طالبانو سره يو ډول تماس او پوهاوي ولري او د طالبانو په پرتله د شوری نظار ځانګړو استخباراتو ته چې مشري يې د انجنير عارف او دولت مير په غاړه ده او امر الله صالح هم پکې اغيزمن رول لري او د هم د ګډ حکومت استخباراتي ارګانونو ته متوجه و اوسي او آن هغه مرمۍ ضد موټرو او ساتونکو ته هم متوجه و اوسي چې د ګډ حکومت د امنيتي ارګانونو له لوري دوی ته د د دوی د امنيت ساتلو په موخه ورکول کيږي.

د دغه شنونکو له انده که چيرې حکمتيار او پلويان يې له هوښيارۍ څخه کار وانخلي شايد د لويديځ او د دوی د ملګرو د استخباراتي سازمانونو په يو داسې خطرناک دام کې ګير شي چې بيا به ورته وتل ترې ډير ګران او له امريکايانو سره د جګړې په پرتله به ورته په مراتبو زيات نقصاني پريوزي.

ټګونه: انجنير کريم امينحکمتيارملي امنيت
عبد الهادي همت

عبد الهادي همت

Stay Connected test

  • 129 Follower
  • 15.7k Follower
  • 207k Subscriber
  • 23.9k Follower
  • 99 Subscriber
  • خوښ شوي مطالب
  • Comments
  • وروستي

معنى أعوذ بالله من الشيطان الرجيم

جنوري 3, 2016
دا دحمرا تاریخی قصر دی

د اندلس د سقوط لنډ تاریخ

مارچ 6, 2019

د لمونځ مسایل (۳۷مه برخه) – د لمانځه واجبات څه ته وايي –

فبروري 21, 2017

دلمونځ مسائل (۵۰مه برخه ) – د لمانځه د مفسداتو او مکروهاتو بيان –

سپتمبر 12, 2017

د طالب بندیانو اعدام د اشرف غني پر تندي تور داغ

4

د طالب او روس اړیکې ناروا، د امریکا سره اړیکې رواه

2

پیاز او د هغه روغتیایي ګټې

2

د نصوارو غونډاري

2

د سولې مخالف څوک دی؟

مارچ 20, 2019

قهرجنو معترضینو دتیرې شپې شهیدان دولایت مقام ته راوړي

مارچ 15, 2019

امریکايان خو په ګيله هم نه پوهېږي!!!

مارچ 15, 2019

د کورنیو چارو سرپرست، او د دفاع چارسمبالی وزیر بلخ ولایت ته تللي

مارچ 15, 2019

Recent News

د سولې مخالف څوک دی؟

مارچ 20, 2019

قهرجنو معترضینو دتیرې شپې شهیدان دولایت مقام ته راوړي

مارچ 15, 2019

امریکايان خو په ګيله هم نه پوهېږي!!!

مارچ 15, 2019

د کورنیو چارو سرپرست، او د دفاع چارسمبالی وزیر بلخ ولایت ته تللي

مارچ 15, 2019
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ د ايمیل
kabullnews@gmail.com


ډیر کتل شوي

  • معنى أعوذ بالله من الشيطان الرجيم

    0 شریک شوي
    شریکول 0 Tweet 0
  • د اندلس د سقوط لنډ تاریخ

    0 شریک شوي
    شریکول 0 Tweet 0

تازه خپاره شوي مطالب

د سولې مخالف څوک دی؟

قهرجنو معترضینو دتیرې شپې شهیدان دولایت مقام ته راوړي

امریکايان خو په ګيله هم نه پوهېږي!!!

د کورنیو چارو سرپرست، او د دفاع چارسمبالی وزیر بلخ ولایت ته تللي

دملکي وژنوپردوام بيګاه بيا په پکتياکې دليسې زدکونکي وژل سوي

انقلابي پسرلی/ عقابي جانان

فراه: ګډو ځواکونو د يوې کورنۍ ۳ تنه ځوانان وژلي

سټولټنبرګ: افغانستان کې د ناټو ماموريت د سولې خبرو پايلو پورې تړلی دی

د افغانستان او ايرلنډ ټيسټ لوبه نن کيږي

د امريکا بهرنيو چارو وزارت د محب څرګندونې رد او هغه يې احضار کړی

محب: ایا خلیلزاد غواړي چې د افغانستان ویسرای شي؟

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

نشته
ټول وښئ
  • کور پاڼه
  • خبرونه
  • سرمقاله
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • اسلام پوهنه
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

Login to your account below

Forgotten Password?

Fill the forms bellow to register

All fields are required. Log In

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In