Sundisk شرکت داسې فلش مېموري ګاڼې جوړې کړي، چې هم موبایل او هم لپ ټاپ ته کار کوي

کابل ټکی کام ۱۳غبرګولي/۱۳۹۵، انجینر میرویس څرګند
Sundisk مشهور شرکت داسې فلش مېموري ګاڼې جوړې کړي دي، چې هم موبایل او هم لپ ټاپ ته کار کوي.
دغه فلش مېموري دوه طرفه لري، چې د یوه طرف څخه په سمارټ موبایلونو کې او له بل طرف څخه یې په لپ ټاپ کمپيوټرونو کې کار اخیستل کیږي.
د دغه فلش مېموري نوم (SanDisk Ultra Dual Drive USB Type-C flash drives) یاد شوی دی، چې USB 3.1 دی.
د دغه فلش مېموري له ځانګړنو څخه یوه دا هم ده، چې د معلوماتو د لېږلو سرعت یې په ثانیه کې ۱۵۰ دی.
دغه فلش مېموري ګانې د امازون وېبپاڼې له لارې پلورل کیږي، چې ۱۶ جي بي یې ۲۰ ډالره، ۳۲ جي بي یې۳۰ ډالره، ۶۴جي بي یې ۴۰ ډالره او ۱۲۸ جي بي یې۷۰ ډالره قېمت لري.
د یادولو ده، Sundisk شرکت د مېموري او نورو برېښنايي توکو په جوړولو کې ځانګړی نړیوال شهرت لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close