کابل ټکی کام (یکشنبه، ۹ زمری، ۱۴۰۱ل)
له نیمروز ولایت ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د افغان او ایراني پوله ساتوونکو ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده
په نیمروز کې د افغان سرحدي ځواکونو قوماندان “محمد ابراهیم هیواد” وايي، په دې جګړه کې چې له ایران سره پر پوله د دې ولایت د کنګ ولسوالۍ په درویش سیمه کې پیل شوې، یو افغان عسکر وژل شوی او یو بل ټپي دی.
نوموړي طلوع نیوز ټلویزیون ته ویلي، چې جګړه “ایراني سرحدي ځواکونو پیل کړې ده او دوی د ځان دفاع کوي.
خو د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په شمال کې د “هیرمند” ولایت والي میثم بارزند د اریرنا خبري اژانس ته ویلي چې د افغان ځواکونو له خوا له پولې سرغړونه شوې چې له امله یې د ایران د پوله ساتو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
ښاغلي بارزنده وویل چې جګړه اوس پای ته رسیدلې او ایراني ځواکونو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی.
باید وویل شي چې دا لومړی ځل نه دی، چې د دواړو لورو ترمنځ نښتې کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم دا ډول نښتې شوې وې چې د دواړو هیوادونو چارواکو غلط پوهاوی بللی و

















