دځوان نسل بې لاري توب ته؛ دکفارو خاصه پاملرنه!

حسان مجاهد
داسلام مقدس دين د نفاذ، دفاع، نشر او خدمت لپاره تر ټولو ځواکمنه او وفاداره طبقه ځوان نسل ده؛ ځکه الله تعالی په هره زمانه کې دبندګانو دهدايت په موخه خپل خاص بندګان (پيغمبران) د ځوانۍ په عمر راليږلي دي کړي دي، رسول الله ﷺ ديوې جګړې قومنده ترټولو کشر صحابي اسامه بن زید ور وسپارله، دنړۍ هر کونج ته اسلام دځوانانو په سرښندونو رسيدلی ده، داسلام ستر ستر فاتحين لکه: خالد ابن وليد، علي ابن ابي طالب، حسن، حسين، زبیر بن عوام، طارق بن زياد، محمد ابن قاسم ، قتيبه بن مسلم، يوسف بن تاشفين، موسی بن نصير، محمد الفاتح او داسي نور ټول ځوانان و، الله تعالی دکهف دزلميانو(چې دباطلي عقيدې په خلاف ودريدل) توصيف په داسې توګه کوې: « انهم فتية امنوا بربهم وزدنهم هدی» یقیناً دوي ځوانان و، په رب يې ايمان درلود او موږ دوي ته هدايت زيات کړ. ابن کثير ددې آيت په تفسير کې وايې: په اسلامي معاشره کې چې کوم اولياء کرام تير شوي دي؛ اکثره يې ځوانان و.
په دې اساس ويلی شو، چې کفار تر بل هر چا له ځوان نسل څخه خپل خطر احساسوي، دوي پوه دي چې يوازي ځوانان کولای شې، دخپل دين ددفاع په خاطر زموږ ملا راماته کړي او ددوي په مټ امکان ددې شته، چې داسلام مبین دین دي زموږ تر پولو په چټکۍ سره راورسيږی؛ نو ځکه کفارو دځوانانو بې لاري توب ته خاصه پاملرنه کړې ده؛ ددې کار لپاره ملياردونه مصارف کوي؛ شپه ورځ له ممکنو او غير ممکنو لارو نه کوښښ کوي، چې په ځه ډول ځوان نسل بې لاري کړي، دمقاومت روحيه ترې سلب کړي، دعياشي او فحشا په لومو کې يې ښکيل کړي، په خپل اسلامي تمدن يې بې باوره کړي او د خپل کلتور او تهذيب لارویان يې وګرزوي.
هغه لاري چي کفار غواړي له مخې يې ځوان نسل بې لاري کړي:
۱_فحشا، عرياني، لوبې او فیشن.
دشک خبره نه ده، چې ديهودي (سارتر) او دهغه د انډيوالې(سيمون دی بو فوار) فکر(چې دپردي سړي او پردۍښځې پټ جنسي روابط اود انډيوالي فکر ده) ډیر ژر د ارادې له مخې له خپل هېواد څخه ختیځي اسلامي نړۍ ته صادر شو.
په دې خبره رسيدل کوم ژور فکر نه غواړي، چې دآزاد خيالۍ او بې بندو بارۍفکر ددې لپاره منځ ته راغی، چې هغو اسلامي هيوادونو ته(چې مشران یې دصليبيا نو سره په دسیسو کې يو لاس دي) صادر شي ترڅو چې دځوانانو په زړونو کې داسلام روح مړ شي او دجنسي غريزو او نورو فسادونو په درياب کې ډوب شي، په نتيجه کې داسلام او داسلام دشان او دبدبې د را اوچتولو او جهاد څخه مخونه واړوي؛ ځکه هغه زړونه چې په جنسي غريزو مشغول او دلهو لعب اور پکې لمبې وهي، هيڅکله ممکنه نه ده چې دجهاد ستړياوته دي تيار شي.
دا اور يوازي ځوان هلکان نه سوزوي، بلکه ښځو او نجونو ته یې هم لمبې رسیدونکې/رسيدلې دي او په دې برخه کې له زياتو وسایلو څخه کار اخلي، چې عمده وسايل يې راديو، تلويزيون، سينما، ورځپاڼې، مجلې او د کيسو کتابونه دي؛ زياتي کیسې دجنسي مسايلو په هکله وي، آن تر دې چې کله ناکله دجنسي مسايلو اجرا د فلمونو په واسطه په ډاګه ښوول کيږي.
درياض څخه خپرېدونکي «الدعوة» نومي مجلې د ۱۳۹۸ کال په ۶۳۳ ګڼه دمحرم په مياشت کې (داسلام دفاع به څوک وکړي؟) عنوان لاندي ليکي: «ځوانان مو داخلاقو دفساد او ورانولي څخه وژغورئ! ځکه هغه مرکزونه چې دځوانانو دتفريحي پروګرامونو په نامه جوړ شوي دي، هغه داخلاقو فاسدولو مرکزونه دي؛ ځکه دشپې له خوا په کې داسې فلمونه ښول کيږي، چې روغ عقل هیڅ کله دانه شي منلی چې دعربستان سعودي په شان يو مملکت کې(چې ځان د اسلام مرکز ګڼي او ځوانان يې بايد په اسلام مين او داسلام مجاهدين وي)دا ډول فلم وښول شي. هغه ورستنی د(ګرمو پيغلو) په نامه رنګه امريکايي فلم، چې په ریاض کې دځوانانو دسپورت په يو مرکز کې په (۲۱/۱۲/۱۳۹۸ ھ ج) دپنجشنبې په شپه وښول شو؛ دافلم هومره پريوتی فلم و، چې دسالم عقل خاوند نه شي کولای چې دفلم کيسه تشريح کړي، خالص جنسي فلم و، چې دسړي او ښځې جنسي روابط يې بالکل لوڅ ښوولي و، له دې کبله چې مراجعين يې زيات و، نو ديو ټکټ قيمت يې سل ريالو ته پورته لاړ.»
دسريالونو ستر هدف داده تر څو په خلګو کې خصوصا په ځوانانو او نجونو کې شهوت خپور کړي اودوي دشهوت پرستۍ باندې وروزل شي او دحياء او غيرت جذبه يې ختمه کړي.
لکه دنصرانيت يو مبلغ چې خپلو ملګرو ته يې دبیان په يوه برخه کې وويل: «موږ دمسلمانانو داسې نسل چمتو کړی ده، چې استعمار دهغه په انتظار کې ده، داسې نسل چې دسختۍ په وړاندې مقابله نه شې کولای، بي پروا، راحت طلبه او تمبل نسل ده ، که چېرې کوم لوړ مقام تر لاسه کړي دعيش او شهوت پرستۍ له کبله کومه دځوانمردۍ سخا نه لري.
يو بقال چې دکابل له منډوي څخه کمپلي وړي او بيا يې په اطرافي کليو او قريه جاتو کې خرڅوي، له هغه څخه چا پوښتنه وکړه چې په دغه کار کې ستا څه ګټه ده؟ بقال وويل: په دې کار کې زما دومره ګټه نشته ، مګر زه ددې کار ترڅنګ بل کار ترسره کوم، په هغه کې زما زياته ګټه ده.
بقال وويل: په ۵۰ يا ۱۰۰ افغانۍ دموبايل ميموري (حافظه) اخلم بيا هغه له جنسي فلمونو ډکوم او بیا داميموري هره يوه په ۱۰۰۰ افغانۍ په نجونو او پيغلو خرڅوم او دوي له ما څخه زياتي خوښي دي . دا کيسه پرون دجومات ملا راته وکړه،هغه ته په منډوي کې يو عمده فروش کړې وه او تاسې سره مې ځکه شريکه کړه؛ چې ددې پټو بلاوو څخه خبر شئ!
۲_دوهم : مسيحيت ته ددعوت او له خپل دين څخه دانحراف له لارې:
دا يو منل شوی حقيقت دى، چې د تعليم په ميدان کې مسيحيانو ډېرفعاليتونه کړي دي او کوي يې، د مکتبونو څخه نيولې تر پوهنتونونو پورې تحصيلي مؤسسي يې په کار اچولې دي؛ تر څو د مسلمانانو ځوانان او نوی نسل بى لاري کړي او د خپل باطل دين زهر ورته پيچکاري کړي.
په حيدر اباد کې( د قديس ماری مدرسه) مؤلف ليکى چې پدې مدرسو کې ډېر زيات مسلمانان ماشومان درس وايې، چې پدې مدرسو کې ورته د شپى د پاتي کيدولو ځايونه، د تفريح کلپونه، د انجونو او هلکانو لپاره د ګډ او سيدو زمينه مساعده ول، د متعلمينو په منځ کې دنصراني کتابونو ويشل او د نصراني کولو لپاره پکې مختلفي لارى په کار اچول کيږي.
دنصرانيت يو مبلغ چې خپلو ملګرو ته يې دبیان په يوه برخه کې وويل: «موږ دمسلمانانو داسې نسل چمتو کړی ده، چې استعمار دهغه په انتظار کې ده، داسې نسل چې دسختۍ په وړاندې مقابله نه شې کولای، بي پروا، راحت طلبه او تمبل نسل ده ، که چېرې کوم لوړ مقام تر لاسه کړي دعيش او شهوت پرستۍ له کبله کومه دځوانمردۍ سخا نه لري.
(جون موت) مبشر وا يې : « مونږ ته لازمه ده؛ چې د تبشير په ټولو ډګرونو کې د ماشومانو په اړخ کې په کار کولو کې پوره زيار وباسو او هغوي په اسلامي هيوادونو کې د خپل کار او فعاليت ستنې وګرځوو؛ ځکه چې د اسلام فساد خپرونکي اغيزه د همغه ماشوموالي څخه پيل کيږي، لدې کبله لازمه ده چې واړه ماشومان د غټ والي نه مخکې او مخکې ددې نه چې طبيعت يې اسلامي څيره خپله کړي د مسيحيت لورته په راګوځولو اداره کړو!»
له ياده دې نه وي وتلې؛ چې دا پريکړې په هغه پلانونو کې هم شاملى دي چې د انګلستان د مستعمرآتو د وزرات لخوا خپاره شويدي. لکه:
١- د نارينه او ښځو لپاره ګډ هستوګنځې (هاسټلونه) جوړول او په ځانګړي ډول د زده کوونکو لپاره .
٢- د ورزشي کلپونو جوړول تر څو د ځوانانو لپاره د خوشحالۍ او ساعت تيرۍ ځايونه وي .
٣- د نارينه وو ښځو لپاره مخلوطه او ګډه ز ده کړه .
٤- نويو او کوچنيو ماشومانو ته توجه کول او دواده په مسايلو يې غور کول.
مأ خذونه: (جنسي فلمونه، سريالونه او موسيقي ص ۴۸ )
اسلامي نړۍ نن سبا ص ۳۶/ ۴۶
(تبشير) دقاري صفي الله کوټوال ليکنه



