حماس: غزه کې د اوربند په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې هرکلی وکړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ وری، ۱۴۰۳ل)
د فلسطین حماس اسلامي غورځنګ
غزه کې د اوربند په اړه د ملکرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې هرکلی وکړ.
یاد غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: موږ په غزه کې د سمدستي اوربند لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستئ غوښتنې هرکلی کوو.
د حماس اعلامیه کې راغلي: موږ د یوه دایمي اوربند پر اړتیا ټینګار کوو، چې له غزې د ټولو صهیونیستي ځواکونو د وتلو او د بې ځایه شویو د بېرته راستنیدو لامل شي.
یاد غورځنګ په خپله اعلامیه کې ویلي: موږ د بندیانو د تبادلې بهیر کې د ګډون لپاره خپل چمتووالی اعلانوو، چې د دواړو لوریو د بندیانو د خلاصون لامل شي.
د حماس غورځنګ اعلامیه چې یوه کاپي یې “کابل ټکی کام” وېب سایټ ته قطر کې د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر لخوا لیږل شوې راغلي: موږ د غزې تړانګې په ټولو سیمو کې کې د اوسیدونکو بشري اړتیاوو ته د لاسرسي په اهمیت ټینګار کوو. موږ په امنیت شورا غږ کوو، چې پر اشغالګر صهیونیستي ريژیم فشار را وړي ترڅو اوربند ته غاړه کېږدي او د فلسطیني ولس پر وړاندې د نسل وژنې جګړه بنده کړي.
د ویلو ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره ورځ ناوخته په غزه کې د سمدستي او دایمي اوربند لپاره یو پرېکړه لیک تصویب کړ.



