کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې غزې تړانګه کې حماس ځواکونو سره په نښتو کې د یو لوړ پوړي قوماندان په ګډون ۵ اسرائیلي پوځیان وژل شوي دي. د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا سرچینو د مقاومت اړوند “الأقصی” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې د غزې تړانګې په شمال کې یې د صهیونیستي ريژیم ۱ ټانک په “یاسین ۱۰۵” توغندي ویشتلي، چې په پایله کې یې د صهیونیستي پوځ د یو لوړ پوړي قوماندان په ګډون ۵ تنه اشغالګر پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. په ورته مهال د اسرائیلي پوځ رادیو هم غزه کې خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو پخلی کړی؛ خو د کره شمېرو په هکله یې څه نه دي ویلي. د یادونې وړ ده، چې د اسرائیلو ۱۲ خبري آژانس بیا خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د غزې تړانګې په بېلا بېلو برخو کې حماس ځواکونو سره په نښتو کې ۵ اسرئیلي پوځیان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي، چې له ډلې یې د ځینو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی ده.