حزب‌الله د صهیونیستي ریژیم پرمختللې بې پیلوټه الوتکه ویشتلې

کابل ټکی کام (شنبه، ۵ غویی، ۱۴۰۵ل)

د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ “حزب‌الله” ویلي، چې د دغه هېواد په سوېل کې یې پر اسراییلي ځواکونو برید کړی او یوه پرمختللې بې‌پیلوټه الوتکه یې نسکوره کړې ده.

د راپورونو له مخې، دغه برید وروسته له هغه ترسره شوی، چې اسراییلي ځواکونو د اوربند له اعلان سره سره یو ځل بیا د لبنان په سوېل کې ځینې سیمې په نښه کړې.

بل لور ته، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د اوربند د غځېدو هرکلی کړی او له دواړو خواوو یې غوښتي چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د اوربند درناوی وکړي.

تر اوسه د دغو پېښو له امله د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي، خو سیمه کې د وضعیت د بیا ترینګلتیا اندېښنې زیاتې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button