کابل ټکی کام (شنبه، ۵ غویی، ۱۴۰۵ل)
امریکایي سناتور “برني سنډرز” د امریکا هغه پرېکړه غندلې چې له مخې یې په قطر کې مېشت افغانان یا کانګو ته لېږل کېږي او یا به بېرته افغانستان ته ستنېږي او دا یې «ظالمانه او غیر اخلاقي» بللې ده.
یاد افغانان، چې د ۲۰۲۱م کال له تحولاتو وروسته قطر ته انتقال شوي، په یوه ګډ لیک کې ویلي چې نه غواړي کانګو ته ولاړ شي، ځکه د دوی په وینا، دا هېواد هم له ناامنۍ او جګړو سره مخ دی.
تر دې مخکې نیویارت ټایمز راپور ورکړی و چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د هغو افغانانو د بیا مېشتېدو پروګرام تر درولو وروسته چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه، د شاوخوا ۱۱۰۰ کسانو کانګو ته د لېږد په اړه خبرې کوي.
دا پرېکړه په داسې حال کې تر سختو نیوکو لاندې راغلې چې ډېری بشري بنسټونه د دغو افغانانو د خوندیتوب او راتلونکي په اړه اندېښنې څرګندوي.


















