کیم جونګ اون عربي هېوادونو ته: که نن له ایران سره ونه درېږئ سبا به مو ځمکې له لاسه وتلې وي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د شمالي کوریا مشر ‘کیم جونګ اون” د منځني ختیځ پر اوسني وضعیت او د اسرائيلو او ایران ترمنځ روانو کړکېچونو ته په اشارې سره د عربي نړۍ پر چوپتیا سختې نیوکې کړې دي او هغوی ته یې د “ستر اسرائیل” د جوړېدو د خوب په اړه خبرداری ورکړی دی.
نوموړي په یو تازه بیان کې ویلي، که چېرې عربي هېوادونه نن ورځ له ایران سره په ګډه بیدار او د مقابلې لپاره لاس په کار نه شي، نو راتلونکی به یې خورا خطرناک وي. کیم جونګ اون په خپلو خبرو کې ویلي:
> «که عربان نن له ایران سره یو ځای نه ویښیږي او جګړه نه کوي، نو سبا به د “ستر اسرائیل” له خوب او وېرې سره راویښېږي. ستاسو چوپتیا به ستاسو د ځمکو بیه تمامه کړي.»


