حماس: اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور یو کس باندې د اعدام حکم پلی شو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ویلي، چې یو کس اسرائیلو ته د جاسوسۍ او د مجاهدینو د قومندانانو د ترور په عملیاتو کې د همکارۍ په تور نیول شوی و، چې له قانوني بهیر وروسته اعدام شوی دی.
د حماس په وینا، دغه کس د غزې د جګړې پر مهال د اسرائیلي استخباراتو سره په اړېکه کې و او هغوی ته یې مهم معلومات ورکول. ویل کېږي چې نوموړي د مجاهدینو د مشرانو د په نښه کولو او ترور په عملیاتو کې هم ونډه لرله.
په راپور کې زیاته شوې چې دغه کس د القسام لوا د پیاوړي قوماندان ‘عزالدین الحداد” (ابوصهیب) د هدف ګرځولو په عملیاتو کې صهیونیستي ریژیم سره همکاري کړې وه.
حماس ټینګار کړی، چې د قانون او انقلابي اصولو له مخې د خیانت په داسې قضیو کې جدي اقدامات ترسره کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button