کابل ټکی کام ۱۴غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
په پلازمینه کابل کې د حمل میاشتې په ۳۰ مه نېټه د طالبانو له لورې د ملي امنیت پر لسم ریاست توند او درانه سرتيري بریدونه ترسره شول، چې د ملي امنیت سلګونو مهمو امنیتي کارمندانو ته یې درنده مرګ ژوبله واړوله.
دغه برید چې د طالبانو د درو بریدګرو له لورې ترسره شول، لومړي یې د دروازې سره موټربم ترسره کړ، او دوو نورو بریدګرو ته یې د داخلیدو لاره هواره کړه، په دغو دوو بریدګرو کې یو تن ووژل شو، او بل ژوندی تر خپلو ملګرو پورې ورسېدو.
دغو بریدونو افغان حکومت له سختې اندېښنې سره مخ کړ، چې دوه ورځې یې ملي ماتم اعلان کړ، د طالبانو سره یې د سولې پر ځای د جګړې پرېکړه وکړه، او د ټولو طالب بندیانو د اعدام فیصله یې وکړه.
له دغې پرېکړې سره سم دسترې محکمې له لورې یو نوملړ ولسمشر غني ته لېږل شوی دی، تر څو هغه یې توشیح کړي.
تراوسه پورې ولسمشر غني دغه نوملړ نه رد کړی، او نه هم تأیید کړی دی.
د اساسي قانون له مخې ولسمشر د اعدام د حکم د تأیید او تردید دواړو واک لري.
د سترې محکمې له لورې ولسمشر ته په استول شوي نوملړ کې د کسانو هویت نه دی څرګند، خو یو شمېر چارواکو بیا ویلي دي، چې دغه ټول «ترهګر» دي.
دا مهال د بښنې نړیوال سازمان له ولسمشر غني څخه غوښتنه کړې ده، تر څو د طالب بندیانو د اعدام حکمونه رد کړي.
دغه سازمان ویلي دي، چې ولسمشر غني باید د اعدام پر ځای د طالب بندیانو د زنداني کېدو موده زیاته کړي.
د بښنې سازمان له ولسمشر غني څخه داسې مهال دغه غوښتنه کوي، چې په دې وروستیو کې د ارګ یوه ویاند شاه محمد حسین مرتضوي وویل، چې «ترهګرو ته د دار پړي په انتظار دي.»
د ولسمشر د دغې پرېکړې سره سم طالبانو د یوې اعلامیې له لارې ولسمشر ته ګواښ وکړ، که یې بندیان اعدام شي، نو بدې پایلې به ولري، او له حکومتي اسیرانو سره به هم همدا ډول چلند وکړي.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې یو هوښیار سیاستمدار بلل کیږي، د اعدام له حکم سره سخت مخالف دی، او وایي، چې هېڅکله یې نه دي غوښتي، تر څو د یو چا د مرګ حکم لاسلیک کړي.
د هېواد یو شمېر کارپوهان وایي، ولسمشر غني باید د طالب بندیانو د اعدام پرېکړه ونه کړي، ځکه دغه پرېکړه به بدې پایلې وزېږوي، او د طالبانو له لوري به ورته سختې ضربې متوجه شي.
د یادولو ده، ولسمشر اشرف غني ته یو شمېر طالب بندیانو هم د بند د کمولو او یا هم ازادولو په شرط رایه ورکړې وه، مګر اشرف غني چې کله ولسمشر شو، نو د طالب بندیانو سره یې د کړې وعدې خلاف اعمال ترسره کړل، د بند نېټه یې ور زیاته کړه، او دا دی اوس یې د اعدام پرېکړه هم کړې ده.
















