‫د الله ﷻ د خوشحالۍ یو عجیبه مثال

لیکونکی: رفیع الله برهاني الحنفي

کله چې یو بنده ګناهونه پریږدي او د الله ﷻ لور ته متوجه شي ؛ نو الله ﷻ دومره زیات خوشحالیږي، چې مونږ د دې تصور هم نشو کولای
د دې خوشحالۍ پوهولو لپاره رسول الله ﷺ یو مثال بیان کړی دی او په مثال سره یې دا خوشحالي ښکاره کړې، ده وویل: یو سړی په  بیابان کې پر یوې اوښې سفر کوي او د همدغه سړي د خوراک او څښاک سامان پدې څاروي باندې پروت دی، او ناڅاپه دا سورلي ورکه شوه او دا سړی انتهایې زیات پریشان شو او بل طرف ته بیابان دومره لوی دی چې دا بیچاره یې پیاده نشی ختمولی او نږدې څه آبادي هم نشته چې د خوراک، څښاک رسیدو څه امید پکې وي.

یو خوا بل خوا یې د سورلۍ تلاش کولو لپاره یې ډیرې منډې ووهلې، خو پیدا یې نکړه، آخر ډیر زیات ستړی شو او د یوې ونې لاندې د مرګ په اراده پریوت د مرګ څخه بغیر یې بله لاره نه لیده، د ستړې والې د وجې یې سترګې ورغلې وې، یوه شیبه ورورسته یې یوناڅاپه سترګې خلاصې شوې، چې ویې کتل همهغه سورلی د ټول ساز او سامان سره سر ته ورته ولاړه وه.
نو ډیر زیات خوشحال شو، دومره زیات خوشحال شو، چې د ډیرې خوشحالۍ نه یې جذبات قابو نکړای شو او بې اختیاره د هغه د خلې څخه دا جمله ووته:
(( أَللّهُم انتَ عَبدِی و اَناَ رَبُّکَ ))
په حقیقت کی ویل خو داسی پکار وو:

(( اَللّهُم انتَ ربِّی و اَناَ عبدُکَ ))
چه ای الله ته زما رب او زه ستا بنده یم خو د ډیری خوشحالۍ په وجه د دې د خولې نه ووتل:
ای الله ته زما بنده او زه ستا رب یم (نعوذ بالله)
نو د ده ژبه د ډیرې خوشحالۍ نه په اختیار کی پاتي نشوه ، رسول الله ﷺ وفرمایل: څومره خوشحالۍ چه دې سړې ته په خپلې سورلۍ لیدلو سره وشوه کله چې یو بنده ګناهونه پریږدي او الله ﷻ طرف ته متوجه شي، نو الله ﷻ د دې څخه هم زیات خوشحالیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.