(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۳)
د پاکستان په کوټه ښار کې د رايه ورکولو يوه مرکز ته نږدې چاودنه شوې چې له کبله يې تر ۳۱ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د کوټې د پوليسو مشر عبدالرزاق چيمه رسنيو ته ويلي، چاودنه د کوټې ښار د ماډل تعمير نو سکول رايه ورکولو مرکز تر څنګ د پوليسو پر يوه موټر شوې چې د پوليسو په ګډون پکې لسګونه عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کوټې د لوی روغتون چارواکي وايي، تر اوسه د پېښې له ځايه د اته ويشت کسانو جسدونه او پنځوس ټپيان وروړل شوي دي.
روغتيايي مسوولين وايي، د لسو کسانو روغتيايي وضعيت ښه نه دی او ښايي د وژل شويو شمير تغير وکړي.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو پر بنسټ، په وژل شويو کې د يو پوليس افسر په ګډون پنځه پوليس هم شامل دي.
خو وروستي راپورونه ښيي چې په پېښه کې د وژل شويو کسانو شمېر يوديرش ته رسېدلی او له پنځوسو زيات ټپيان دي.
عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي، چاودنه د يوه موټربم په واسطه شوې او دا مهال سيمې ته پوليس چارواکي او د امنيتي ادارو کارمندان ورغلي او د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.
له چاودنې وروسته د رایې ور کولو دغه مرکز تړل شوی و، خو اوس بېرته پرانیستل شوی دی.
تر دې دمه د چاودنې مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.
په بلوجستان کې د انتخاباتو د کمپاين پر مهال هم په مستونګ سيمه کې په يوه غونډه کې چاودنې شوې وه چې له يوسل پنځوس زیات کسان پکې وژل شوي و او نږدې دوه سوه نور ټپيان و.
د هغه بريد مسئوليت داعش ډلې منلې و.
نن په ټول پاکستان کې عام انتخابات روان دي چې د ماښام تر شپږو بجو به دوام وکړي.
















