جيسنډا آرډرن وايي؛دجمعې په ورځ به له دولتي تلوېزون،اوراډیو اذان نشرېږي

کابل ټکی کام(چهارشنبه،۲۹کب، ۱۳۹۷ل)

د نيوزيلېنډ لومړۍ وزيرې جيسنډا آرډرن امر کړى دى، چې د جمعې په ورځ به د دولتي ټلويزيون او دولتي راډيو سره اذان نشرېږي. نوموړي دا پرېکړه د کرايسټ چرچ ښار په جوماتونو کې له ترهګريز بريد وروسته وکړه.

لومړۍ وزيرې جيسنډا آرډرن په يوه خبري ناسته کې وويل، چې په کرايسټ چرچ ښار کې په دوو جوماتونو کې د شهيد شوو مسلمانانو په ياد کې به د دولتي ټلويزيون او راډيو څخه د جمعې په ورځ اذان خپرېږي او همدا راز په نيوزيلېنډ کې به ټول خلک دوه دقيقې خاموشي هم اختياروي.

نوموړې په خپله وينا کې وويل، چې له تعصب څخه ترهګرۍ ته وده ورکول کېږي، په نيوزيلېنډ کې د وسلې په قانون کې هم بدلون راولو. هغې زياته کړه، چې تر دې مهاله پورې د جسدونو د نه خښېدو درد و غم له موږ سره هم شته، موږ د ټولو کورنيو په درد کې برابر شريک يو. نوموړې وويل، چې خلک به د دغه ترهګر پر ځاى هغه کسان تل يادوي، چې په دغه پېښه کې قرباني شوي دي.

همدا راز د نيوزيلېنډ لومړۍ وزيرې يو ځل بيا له هغه ټولو کورنيو سره ليدلي دي، چې په دغه پېښه کې يې د کورنۍ غړي قرباني شوي. نوموړې همدا راز ځينو هغه ښوونځيو ته هم تللې، چرته چې مسلمانان زده کړې کوي.

د کرايسټ چرچ ښار په جوماتونو کې له پېښې وروسته کله چې د نيوزيلېنډ په پارلمان کې لومړۍ غونډه کېده، نو د غونډې پېل د قرآن پاک د تلاوت څخه وشو او همدا راز د نيوزيلېنډ لومړۍ وزيرې جيسنډا آرډرن هم خپله وينا په (السلام علېکم) پيل کړه او د شهيدانو لپاره يې دعا وغوښته.

ياده دې وي چې د مارچ په پنځلسمه نېټه د نيوزيلېنډ په کرايسټ چرچ ښار کې هغه مهال يوه سپين پوستي ترهګر بريد وکړ، چې مسلمانانو د جمعې لمونځ ادا کاوه، چې په دغه پېښه کې ٥٠ کسه شهيدان او يو شمېر ټپيان هم شول.

په دغه پېښه کې دوه افغانان هم د نيوزيلېنډ په رسنيو کې وستايل شول، چې د هغې له جملې څخه سپين ږيرى داود نبي د لومړي جومات په بريد کې شهيد شو او دوهم افغان چې عبدالعزيز نومېده، کله چې ترهګر دوهم جومات ته ورغلى و، تر څو هلته خلک ووژني، نو عبدالعزيز يې مخه ونيوله، چې په دوهم جومات کې د ډېرو خلکو د ژوند بچ شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button