کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۲۳ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
د ملټري ټایمز په نامه یوې امریکایي ورځپاڼې دامریکایي ځواکونو وتل دشکست په معنا بللي، او داجګړه یې دویتنام شکست خورده جګړې تکرار یاد کړی.
ملټري د افغان سولې په اړه یو مطلب خپور کړی دی، ورځپاڼې لیکلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل ښه خبره ده خو په بېړه له دې هېواده وتل به له ویتنامه د سترې ماتې په مانا وي.
د سرچینې په باور، که داسې وشي نو دا به د امریکایي سرتیرو او افغانانو په زړونو کې چې ډیرې سختۍ یې ګاللې دي ژور داغونه پریږدي.
د مطلب لیکوال ویلي، بېړه په دې مانا ده چې په افغانستان کې د امریکایانو میلیاردونه ډالر هیڅ په هیڅه له لاسه وتلې دي چې دا له امریکایي ولس سره ستره جفا ده.
د لیکوال په باور د شوروي له ماتې وروسته امریکا دا هېواد یوازې پرېښود خو دا ځل افغانانو دا فکر کاوه چې بیا به امریکا داسې کار نه کوي خو دادی په رڼو سترګو به د امریکایانو وتل ننداره کړي.
تردې پخواهم ځینو نورو ورځپاڼو امریکایي حکومت ته دافغان جګړې په اړه دسولییزو هڅو سپارښتنه کړې وه، اوس داسې بریښي چې امریکا هم داحقیقت درک کړی او غواړي دمذاکراتو له لارې ددې قضیې حل پیداکړي.


















