کله چې په قطر, ماسکو او نورو ځايونو او هېوادونو کې چې کله بين الافغاني مذاکرات تر سره کېږي نو يوه ډله خلک بيا په دغه ډول مذاکراتو کې له طالبانو څخه د دايمي اوربند غوښتنه کوي او يا هم د سولې روغې جوړې او ډزبندۍ غوښتنه ترې کوي که څه هم دغه ډول خلک اصلا سوله, مذاکرات او اوربند په سم ډول نه پېژني, خو بيا هم افرين د طالبانو حوصلې, زغم او او صبر ته سلام چې د غه ډول خلکو ته يې کوي, خو په هر صورت دغه خلک چې ځانونه د بشري حقونو او مدني قوانينو مدافعين هم بولي نو کله چې له طالبانو څخه د اوربند او سولې غوښتنه کوي بايد د حکومتي ځناورانو (صفر يک, صفر دو او نورو) هغه شپنۍ او وحشي چاپې دې هم وغندي او بد او ظلم, وحشت, بربريت او د افغان ولس پر وړاندې دې ستر جنايت وبولي او په ترڅ کې دې له حکومتي چارواکو جدي غوښتنه وکړي چې پر افغان مظلوم ولس دې دغه ډول وحشتونه بند کړي او د دغه وحشي جنايتکارانو د محاکمې جدي غوښتنه دې له دولته وکړي, تر څو په دې واسطه رښتينې سولې او روغې ته لاره هواره شي. او په داسې حال کې چې دغه خلک د دولت په دغه ډول وحشتونو چوپ وي او خوله پرې نه چوله کوي نو بيا ولې له طالبانو د اوربند او سولې غوښتنه کوي? سوله او اوربند خو په هغه صورت کې رامنځته کېږي کله چې د جانبينو تر منځ داسې ډله دريمګړي خلک موجود وي چې د دواړو تر منځ د خير فيصله وکړي او د دواړو تر منځ جوړښت ته کار وکړي. خو کوم خلک چې له يوه لوري د اوربند او سولې غوښتنه کوي. او د بلې ډلې په هر ډول وحشت او جنايت باندې چوپه خوله وي. داسې خلک اصلا سولې ته نه بلکې يوازې د يوه ظالم لوري ګټو ته ژمن وي او په هيڅ صورت نه غواړي چې د ظالمانو ګټو زيان ورسېږي.


















