شل اوريزو سياليو کې افغانستان ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۸ل)

د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ د عزیزي بانک په ابتکار د شل اوریزو سياليو سیریز نن افغانستان په خپل نوم کړ.

پچه افغان لوبډلمشر راشدخان وګتله او لومړی یې توپ وهنې پریکړه وکړه. چې په ټاکل شویو شل اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځیدو سيالې لوبډلې ته ۱۵۷ منډو هدف وټاکه .

افغان لوبډله کې رحمان الله ګربز ډیره ښه لوبه وکړه او ۷۹ زياتې منډې یې وکړې.

په ځواب کې د ویسټ انډیز لوبډلې په شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۲۷ منډې وکړې او ټاکل شوی هدف یې پوره نه کړ. او سريز یې د ۲۹ منډو په توپیر بایلود.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې ویسټ انډیز له افغانستان څخه د یو ورځینیو لوبو سیزیز ګټلی و.

په پام کې ده د ویسټ انډیز او افغانستان تر منځ څو ورځې د ټست لوبه پيل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button