زما او ستا تر منځ دا فاصله چا ايجاد کړه؟؟

غورځنګ

ما او تا خو د يوه مسلمان ملت اوسېدونکي يو! د يوه هېواد ان د يوه افغانستان او بيا د يوه کلي اوسېدونکي يو!

دا دومره فاصله زما او ستا تر منځ له کومه شوه؟؟

زه هغه څوک وم چې تا او ستا ټولو کليوالو ته به مې پنځه وخته د جمعې لمونځ درکاوه، د جمعې مبارکې لمونځ به دې زما په امامت اداء کاوه، د جمعې مبارکې په ورځ به دې زما تقرير ته ښه په غور غوږ ايښی ؤ، ما به هم ستا په اړه ډېر ښه او غوره فکر کاوه، د يوه غوره مقتدي په حيث به مې پېژندلې، خو دا دومره فاصله مو تر ميان له کومه شوه؟؟

زه يې د حق په لاره او ته يې د باطل په لاره روان کړې؟؟

تا به ياد وي کنه! چې ما به په روژه کې شل رکعته تراوېح درکولې؟ بيا به مې په تراوېحو کې د ټول قرآن عظيم الشان ختم هم درته کاوه.

لکه به چې پيدا شوې، په غوږ کې به دې د الله ج سپېڅلی نوم ما درته اخيسته، په دواړو غوږونو کې به مې درته اذان وکړ، او په ړومبي ځل به مې ستا غوږونه د الله ج له سپېڅلي او مقدس نامه سره اشنا کړل، خو ته دومره بدل شوې چې اوس مې د پرديو لپاره په بې رحمۍ وژنې او بيا راباندې تور هم پورې کوې چې دا پرديپال دی!

پجابی دی!

ترهګر دی!

د وطن د پرمختګ په خلاف دی!

اعتدال نه خوښوي!

سوله نه خوښوي!

د هېواد بيا رغاونې ته زیان رسوي!

دغه ټاپې تا زما په خلاف له کومه کړې؟؟

ولې ته ما نه پېژنې؟ زه خو ستا د کلي هغه زوړ امام يم! تا خو به له ما څخه د هر کار په کولو کې فتوا غوښتله او اجازه به دې راڅخه اخيستله.

کله به دې چې ايله ژبه نوې له خبرو سره اشنا شوه نو مور او پلار به دې ما ته جومات ته راولېږلې، ما به هم په پوره اخلاص او مينه ستا د تربيې او علم کار پيل کړ، الف، ب، ت او… به مې درته ښودل. د کېناستلو اداب به مې درښودل، د ډوډۍ خوړلو اداب به مې درښودل، د مور او پلار احترام او درناوی به مې درښوده، پر لاره باندې د تګ او راتګ اداب او انسانيت به مې په پوره مينه او خلوص درښوده، بيا به چې لوی شوې نو د مجلس اداب به مې درښودل، مېلمه پالنه او اسلام پالنه به مې درزده کوله. خو تا دا هر څه هېر کړل؟ او زما په خلاف دې پردی ټوپک په لاس کړ او په پوره بې رحمۍ دې زما په خلاف د هېواد په ګوټ ګوټ کې جګړه پيل کړه؟

نه پوهېږم! چې ته چا وغولولې؟! چا درته په غوږ کې زما په خلاف غلط الفاظ دروڅڅول؟

کله به چې ځوان شوې نو ستا او ستا د مېرمنې تر منځ به مې محمدي نکاح دروتړله او ښځه به مې درته حلاله کړه او بيا به دې چې کله هم له خپلې بي بي سره څه مسئله پېښه شوه نو ما ته به راتلې او راته ويل به دې چې ملا صاحب! ښځه مې داسې او داسې کوي، ما به هم په پوره مينه او خلوص او پوره راز سره داسې فيصله دروکړه چې د دواړو تر منځ به مينه او محبت هم پيدا شو او الله ج به هم درڅخه راضي شو.

خو اوس درته حيران يم! چې ولې دې زما په خلاف خوله خلاصه کړې ده؟ ولې زما په خلاف په غربي رسنيو کې افواهات خپروې؟؟

زه خو هغه څوک ووم! چې کله به وفات شوې نو د جنازې لمونځ، تکفين، تجهيز او د مړينې ټول مراسم مې درته بې له کوم مالي حرص او تمې څخه درته کول او هيڅ تمه به مې هم نه درڅخه لرله.

مګر تا بيا هر څه هېر کړل او زما په وژلو پسې دې را اخيستې؟

په هر ځای کې مې يا وژنې، يا مې بندي کوې، يا مې په امريکا درکړي ټانګ پسې تړې، يا مې هم په امريکايي ټوپک باندې غلبېل کوې!

که دې لږ په خپل ګرېوان کې سر ښکته کړ او زما تېر احسانات دې درپه زړه کړل نو هيڅکله به هم داسې ونه کړې بلکې له ما به په تېرو اعمالو بښنه وغواړې او بيا به راله غاړې وځې!

خو اصلاً له تا څخه دا سوچ او فکر بل چا اخيستی دی او بل سوچ يې درته په ذهن او دماغو کې اچولی دی.

درته حيران يم چې تا ولې داسې ژر بدلون ومونده او ولې دې زما په وژلو پسې داسې ژر راواخيسته؟

ته زما په اړه څه فکر کوې؟ چې زه څوک يم؟ ايا زه ستا هغه ملا صاحب نه يم! چې ستا لپاره به مې لله فی الله خدمت کولو او له تا څخه به مې بلکل عوض نه غوښته؟

خو ته زما په اړه اوس هم غلط فکر کوې!

که ته وايې چې ملا صاحب زما په خلاف جنګ کوي نو زه يې ځکه په خلاف ولاړ يم!

نو په دې اړه خو لږ نور فکر هم وکړه چې ملا ولې ستا په خلاف جنګ پيل کړی؟

ولې ملا صاحب ستا د وژلو جواز لټوي؟؟

ولې تا وژني؟

په کلي کې دې په عام ډول کله هم اورېدلي دي چې پلانکي ملا صاحب له پلاني سړي سره د پولې، پټي او نورو مادياتو پر سره جنګ کړی دی؟

زه خو وايم! چې هيڅکله به دې هم د ملا د جنګ خبره نه وي اورېدلې، بلکې په تاريخ کې به دې هم نه وي اورېدلې.

خو لږ ځير شه! چې ملا صاحب ولې ستا په خلاف جنګ ته هڅېدلی؟؟

ملا صاحب ولې ټوپک په اوږه کړی؟ دا چې ملا صاحب ټوپک په اوږه کړی. دا يې خپل کار دی؟ خپل کمال يې دی؟ او که قراني حکم ورته شوی دی؟

دا يې د خپلو شخصي ګټو لپاره په اوږه کړی؟ او که د الله ج حکم دی؟؟

که ملا صاحب د کفر په خلاف جنګ نه وای کړی او ټوپک يې په اوږه کړی نه وای نو دامريکا په خلاف به دا فرض عين جنګ او جهاد چا کولو؟؟

نو په پای کې درته وايم! چې زه هغه ملا يم! چې فی سبيل الله او د الله ج د رضا لپاره مې ستا هر ډول خدمت کاوه او د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه راته پاتې په ميراث راپاتې رسالتي دنده سمه پر ځای کړم!

نو له ما سره مخالفت مه کوئ!

زما په خلاف له غرب او کفري نړۍ سره مه ودرېږه!

له ما سره دې په هېواد کې ټول عمر دی! کورنۍ دې هم زما د هېواد دي او زه هم ستا د هېواد يم! نو تا ته څه ضرورت دی چې له غرب څخه د راغلي کفر او نړيوالو په ملاتړ دې په ماپسې توپک را اخيستی؟

که ما نن ووژنې نو ته به سبا څه کوې؟ چېرته به ځې؟ زما له انتقام څخه به خلاص شې؟؟

خو زه نن هم موقع درکووم! چې زما له مخالفت څخه لاس واخله! ما سره دې په ودرېدلو نه مجبوروم! خو زما له دښمن سره مرسته مه کوه! نور هيڅ هم نه درڅخه غواړم! خو زما مخالفت مه کوه!

او زما او ستا تر منځ چې نن سبا کومې ستونزې دي، دا همدې کفر ايجاد کړې دي د کوم چې نن ته ملاتړي کوې!

تا ته چې کومه مفکوره په ذهن او دماغو کې اچول شوې ده، دا د امریکا د رسنيو زېږنده مفکوره ده، زما جواز خو په کفر کې دی، په اسلام کې زما د قدر او د عزت مرتبه ده، نو ته هم چې زما د مرګ جواز لټوې البته د کفر په لاره به روان يې!

د کفر ملا به دې تړلې وي.

نو بيا هم درته وايم! چې د کفر ملاتړي پرېږده او راشه خپله ارامه زنده ګي پيل کړه!

خپلې کورنۍ ته د غم پر ځای خوشحالي راوړه! خپله کورنۍ په غم مه اخته کوه!

مربوطه مطالب

Back to top button