کابل ټکى کام (چهار شنبه، ۲۰ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
په امریکايي مطبوعاتو کي نن هم د افغانستان د اسنادو هنګامه ګرمه ده، امریکايي مبصرین پر کانګرس باندې سخت انتقادونه کوي چي خپله وظیفه یې نده ادا کړې، او پر حکومت يې سم نظارت ندی کړی.
د افغانستان د اسنادو خپرېدل د امریکا سیاسي کلاس ته ټکان ورکړیدی، او وايي چي حکومت پر موږ باندي د احمقانو خیال کړی.
د امریکا د کانګرس ځینې غړي وايي چي په افغانستان کي عالي رتبه امریکايي مامورین باید راجلب سي، ځکه هغوی پدې تېرو ۱۸ کالو کي کانګرس او د امریکا خلکو ته ښکرور درواغ ویلي دي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله تازه مرکه کې ویلي دي چې په افغانستان کې د روانې خونړۍ، بې هدفه، مبهمې جګړې او اداري فساد اصلي عامل امریکا ده.
په نشر شوو اسنادو کي ښکاري چي امریکايي ځواکونو قصدا او عمدا اداري فساد خوروي، او مدام يې خپل افغان روزل شوي ساتندویان نازول.
















