ګلبدین نائب: د اصغر افغان تر مشرۍ لاندې لوبه نه کوم

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

دروان ۲۰۱۹ م کال د نړيوال جام پر مهال د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپټان او اوسني غړی وایی چي نور د اصغر افغان تر کپټاني لاندی لوبه و نه کړي.

ګلبدین نایب وایی اصغر افغان چې تر پرونه یې د افغانستان په نامه ملنډې ووهلې د لوبډلمشرۍ پرځای باید محاکمه شوی وای.

ګلبدين نائب په خپله رسمي فسبوک پاڼه لایف خبرې کولې، نوموړی دغه راز په محمد نبي او عاطف مشعل هم سختې نيوکې وکړې او هغوی يې په نړيوال جام کې افغانستان سره په خيانت تورن کړل.

د یادونې وړ ده، چې نن د افغانستان کرکټ بورډ له لوري اصغر افغان یوځل بيا د افغان لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو.

مربوطه مطالب

Back to top button