ستانکزی: د ملي وحدت لپاره دې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۵ تله، ۱۴۰۱ل)

د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال وزیر “شېرمحمد عباس ستانکزي” په هغې غونډه کې چې د ګرځندوى د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې وه وويل چې په هېواد کې بايد نارينه او ښځو ته د زده کړو زمينه برابره شي.

نوموړي وویل چې زده‌کړې پر نر او ښځه فرض دی او هغه کسان چې د نجونو د زده‌کړو مخالفان دي، شرعا دې دلیل دې وړاندې کړي.

عباس ستانکزي د خپلې وینا پرمهال دا هم وویل چې اسلامي امارت باید هېواد کې نجونو او هلکانو ته له توپیر پرته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

نوموړي د پوهنې وزارت له نوي سرپرست وزیر او اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې که په هېواد کې ملي وحدت غواړو نو له ځنډ پرته دې نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button