ایران کې لاریونونه؛ د وژل شویو کسانو شمېر ۷۵ تنو ورسېد

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۵ تله، ۱۴۰۱ل)

په داسې حال کې چې د ایران د پلازمینې تهران په ګډون د یاد هېواد په ګڼو ښارونو کې حکومت ضد لاریونونه روان دي له دغه هېواد څخه وروستي راپورونه وایي چې د امنیتي ځواکونو په ډزو تر دې مهاله ۷۵ لاریون کوونکي وژل شوي دي.

که څه هم د ایران حکومت د امنیتي ځواکونو د غړو په ګډون یوازې د ۴۱ کسانو د مړینې خبر ورکوي خو د ایران د بشري حقونو په نامه مؤسسه بیا وایي چې ۷۵ کسان وژل شوي، ګڼ نور ټپیات شوي او زرګونه نیول شوي دي.

عیني شاهدانو د فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د دوشنبې په شپه هم د ایران په ګڼ شمېر ښارونو کې خلکو لاریونونه کړي او ایراني چارواکو د لاریون کوونکو د ځپلو په لړ کې څه باندې ۱۲ سوه کسان نیولي دي.

ځینې ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوي پکې اوریدل کیږي چې لاریونوال د “مرګ په دیکتاتور” شعارونه ورکوي او غواړي چې په ایران کې د ستر مذهبي مشر ایات الله خامنه یي څه باندې ۳۰ کلنه واکمني پای ته ورسیږي

مربوطه مطالب

Back to top button