کابل کې د کتاب‌ لوستلو سیالۍ کې سلګونو نجونو برخه واخیسته

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۴ کب، ۱۴۰۱ل)

د کابل په لوېديځ کې د کتاب‌لوستلو د يوې سيالۍ مسوولين وايي چې نجونو له ډېرو بندیزونو او محدوديتونو سره سره د کتاب‌لوستلو په سيالۍ کې ٨٠ سلنه برخه اخيستې وه.

دا سیالي وړمه ورځ د کابل په لوېدیځ کې د «نور اندېشه» ښوونځي او مقصودي خپرندوی ټولنې په نوښت وشوه.

د نور اندېشه ښوونځي مسوول مدير، محمد جمعه رسولي ویلي د کتاب‌لوستلو په دې سيالۍ کې له درې سوو زياتو نارينه او ښځينه زده‌کوونکو برخه اخيستې وه.

د ښاغلي رسولي په وینا، چې ۸۰ سلنه برخه‌وال یې نجونې وې، چې ساینسي زده‌کړې سره د دوی لیوالتیا ښيي.

په دې ازموينه کې زده کوونکو ته د «اخلاق او ټولنيز چلند زده‌کړه» په نوم کتاب د لوستلو لپاره ورکړل شو او ازموينه وړمه ورځ د کابل په لوېديځ کې واخيستل شوه.

د دې ازموینې پایلې به وروسته اعلان شي او ګټونکو ته به جایزې ورکړل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button