دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

پسرلی او د نیالګیو جاري صدقه !

سرمقاله

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
مارچ 5, 2023
کټګوریانې: سرمقاله, مهم
0
21
ځلې شریک شوی
264
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

ولسمشر زلنسکي د روسیې د انرژۍ پر وړاندې د بندیزونو پر کمېدو نیوکه کړې

د پزشکیان او شهباز شریف تلیفوني خبرې؛ سیمه کې پر روان وضعیت بحث شوی

د ایران مرستیال ولسمشر: د هرمز-ایران تنګی څخه په وړیا توګه بیړیو ته تګ اجازه نه ورکوو

معلومه ده چې نن سبا زموږ په ټول هېواد کې د نیالګیو دکرلو خوراښه موسم اوغوره فرصت دی ، ښه موسم په دې چې د پسرلي ورځې دي او دا د بشپړکال په طبیعی يون کې  دکایناتو دخالق او مالک له تکویني قوانینو سره سم همېشه پرخپل وخت راغلی او راځي ، دغه راز ښه موقع اوغوره فرصت هم زموږ د بشری او ټولنیزو حالاتو د بدلون پايله کې منځ ته راغلی. ځکه افغان ولس ترلسیزو ناخوالو ، بهرنیو یرغلونو ،جګړو ، مصیبتونو خپل منځی اخ وډب نا امنیو او بلا ستونزو وروسته ایله اوس یو داسې فرصت موندلی چې پرته له ویرې ترهې په ډاده اوبې غمه زړه له بهرنیو فرمایشاتو  اومداخلو ليرې او یوازې له خپلوټاکلو لومړیتوبونو سره دخپل هېواد آبادۍ او سوکالۍ ته ملاوتړي او دخپلو لاسوپه ټناکويې پرځان بسیا، له سیالانو سره سیال او د پردیو له احتیاجه وژغوري، پرته له شکه  دا د خپلواکۍ برکت دی او پرموږ ټولو لازمه ده چې له بهرنیو صلیبی دښمنانو دخلاصون په شکرانه کې ترهرڅه لومړی پرخپل ځان او خپله ټولنه دګردو الهی لارښوونو او قوانینو په تطبیق کې هڅه او هاند وکړو او دویم دا چې دهمدې مسلمان او غيرتي ولس دهوساینې اوبسیاینې لپاره د اخلاص اوهمت ملاوتړو . په دې لړکې یو ډېر مهم ګام دادی چې د هېواد انتظامي، دیني او ټولنیزمشران ، مخور، زلمی اوکشران ګردسره دموجوده پسرلي له مناسب فرصت پوره پوره ګټه واخلو ، دا موسم دنیالګیو او نورو مناسبو کروندو یوه غوره موقع ده ،ددغې موقع داهمیت پېژندنه هم خورا ضروري چاره ده  زموږ دملت واړه او زاړه باید ددې موسم په ارزښت او په دې کې په خصوصی توګه دنیالګیو دکرلو په ګټو ډېر ښه وپوهول شی، دا وخت ترهرچا زیات دحکومت لوی مرکزي مشران او سيمه ییزچارواکي مسؤليت لری چې دهېواد په ګوټ ګوټ کې دنيالګیو کرلو لپاره اولسي پرګنې او خصوصي پانګه وال وهڅوي ترڅو هرفرد ترخپله وسه په دغو ولسي اشرونوکې ونډه واخلي اوپه دې ډول خپل ځپل شوی هېواد سمسور او ښېرازکړي، واقعیت دادی چې که ونې بوټي اونیالګي کرل له يوې خوا پرېمانه مادی ګټې لري.مثلاْ چاپېريال ښایسته کوي د بادو او توپانومخه نیسي، د سېلابونو زیانونه کنټرولوي، دسونګ مواد چمتو کوي، د ودانیو د اړتيا سامان په لاس راکوي اوپه لسګونو همداسې نورې ګټې ترې اخلو ، له بلې خوا دا يوه جاري صدقه هم ده او په دیني نصوصوکې يې هڅونه او سپارښتنه هم شوې . تردې چې وايي که دهوا مرغان انسان او بل هرحيوان څه خوراک یا څه نوره استفاده ترې وکړي داهرڅه  به یې د څښتن لپاره صدقه وي ، په دې اساس نو دا وخت په کارده چې دجومات له منبره او د جرګو له چوترې نيولې ترمهمو سرکاري مقامونو، رسنیو او ټولنیزو شبکو پورې هرمسلمان او با احساسه هېوادپال افغان په دې ملي اشرکې ترخپله وسه برخه واخلي،مطلب هم خپله عملي کارته ملاوتړي ا وهم نوروهڅوي په دې توګه موږکولای شو که خدای کول لږه موده کې خپل هېواد سمسور، عوايد زیات او داغیارو له احتیاجه خپل ځان اوهېوادوال وژغورو، موږ باور لرو چې ددې ځوريدلي ملت او کنډواله شوې اسلامی خاورې چوپړ او د ودانۍ خدمت به ځکه له يوې مهمې دیني فریضې کم نه وي  چې دادی هره ورځ داغيارو له پيغورونو ډکې خبرې په خپلو غوږو اورو او ښه پوهيږو چې دوی  ولې شپه ورځ زموږ دبېوزلۍ ،لوږې او بدې ورځې نغارې ډنګوي. له همدې کبله موږ هم چې ځانوته پاخه مسلمانان او مېړني افغانان وایو، باید چې په مړو سترګو د دوی د بسپنو او خیراتو اخیستلو او خوړلو پرځای ، په هرممکن صورت دخپل ځان او هېواد د بسیاینې لپاره شپه ورځ یوه کړو ، له غیرت او همته کار واخلو ، ځانونه ستومانه کړو اوچې څومره ژر کېدای شي خپل حالت بدل او لاسونه دخیرات اخیستونکو پرځای خیرات ورکوونکي وګرځو ، یوازې په دې ډول د دښمن خوله بندولی او داسلام اوخپل غیرت ښه څرګندونه کولی شو.

لوی ټکي: پسرلیجاریهصدقهنیالګي
مخکینې مطلب

کابل کې د کتاب‌ لوستلو سیالۍ کې سلګونو نجونو برخه واخیسته

بل مطلب

د ترکیې پولیس وايي، د ماشومانو په ګډون يې ۶۰ تنه په سمندر کې بند پاتې افغان کډوال ژغورلي

ځانګړي مطالب

خبرونه

ولسمشر زلنسکي د روسیې د انرژۍ پر وړاندې د بندیزونو پر کمېدو نیوکه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

د پزشکیان او شهباز شریف تلیفوني خبرې؛ سیمه کې پر روان وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

د ایران مرستیال ولسمشر: د هرمز-ایران تنګی څخه په وړیا توګه بیړیو ته تګ اجازه نه ورکوو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

عراقچي: د امریکا متضاد دریځونه د بد نیت څرګندونه کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

وروستي

امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

ولسمشر زلنسکي د روسیې د انرژۍ پر وړاندې د بندیزونو پر کمېدو نیوکه کړې

د پزشکیان او شهباز شریف تلیفوني خبرې؛ سیمه کې پر روان وضعیت بحث شوی

د ایران مرستیال ولسمشر: د هرمز-ایران تنګی څخه په وړیا توګه بیړیو ته تګ اجازه نه ورکوو

عراقچي: د امریکا متضاد دریځونه د بد نیت څرګندونه کوي

ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com