ا.ا.ا د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک د وروستي راپور هرکلی کړی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱وږی، ۱۴۰۲ل)

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور، چې د اقتصادي برخې پرمختګونه پکې راخیستل شوي، ستایلی دی. یاد معاونیت ویلي، که نړیواله ټولنه مثبت تعامل ته مخه، بندیزونه لرې او د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي، هېواد به په اقتصادي برخه کې بشپړ پرمختګ وکړي. د انفلاسیون کچې لا ټیټېدل، په کور دننه دخوراکي توکو تولید زیاتوالی، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د پام وړ لوړېدل، د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې ټیټېدل او په بانکي سیستم کې رامنځته شوي پرمختګونه دهغو مواردو له ډلې دي چې په دې راپور کې یې یادونه شوې.

مربوطه مطالب

Back to top button