کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ وږی، ۱۴۰۲ل)
د افغانستان د نساجیو ریاست مسوولین وايي، چې د پلخمري نساجۍ فابریکې د بیارغونې او ترمیم چارې له ۱۲ کلن ځنډ وروسته د بهرنیو انجینرانو او د یادې دستګاه د فني کارکوونکو له لوري پیل شوې. د افغانستان د نساجیو عمومي رییس عبدالمتین مزمل بغلان ته د سفر او د یادې دستګاه د بیارغونې چارو د پیل په مراسمو کې وویل، چې څلوېښت کلنې جګړې او د ترمیم په برخه کې بې غوري د دې لامل شوې وه، چې د یادې فابریکې ماشینونه له کاره لوېدلي او په اوسپنې بدل شوي دي. مزمل زیاته کړه، چې د یادې فابریکې په بیا رغونې او ترمیم سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینې د برابرېدو ترڅنګ د البسې په برخه کې د یو شمېر دولتي ادارو اړتیاوې پوره شي. په ورته وخت کې د پلخمري نساجۍ فابریکې فني مرستیال وايي، چې د یادې فابریکې د بیارغونې چارو په پیل کېدو سره به دمګړۍ شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د بیارغونې چارې به يې د ۹میاشتو په موده کې بشپړې شي.















