کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ وری، ۱۴۰۳ل)
له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې حماس ځواکونو سره په نښتو کې د یو لوړ پوړي صهیونیستي قوماندان په ګډون ۴ تنه اشغالګر پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
د حماس غورځنګ د پوځي څانګې “القسام لوا” سرچینو “المنار” تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې ځواکونو یې د غزې تړانګې په جنوب کې “الشفا” روغتون ته څېرمه ۵ اسرائیلي پوځیان وژلي، چې له ډلې یې یو د اسرائیلي ځواکونو د چټک غبرګون د قطعې قوماندان دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د حماس ځواکونو او “القدس لوا” جنګیالیو سره په نښتو کې لسګونو اسرائیلي اشغالګرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د ویلو ده، چې اسرائیلي رسنیو تېر ۴۸ ساعتونه غزه کې د خپلو ځواکونو لپاره مرګوني بللي او په خبره یې ګڼو پوځیانو ته یې جګړو او چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.