غزه کې د وژل شویو اسرائیلي پوځيانو شمېر ۶۰۰ تنو ته ورسېد

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ وری، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې غزه کې د عملیاتو پر مهال د وژل شویو اسرائیلي پوځیانو شمېر ۶۰۰ تنو ته رسېدلی دی.
د فرانس پرس خبري آژانس د خبر له مخې د اسرائیلو د دفاع وزارت په حواله ویلي دي چې د غزې په تړانګه کې د عملیاتو پر مهال د وژل شویو اسرائیلي عسکرو شمیر ۶۰۰ ته رسیدلی دی.
دغه خبری آژانس لیکی: «د وسله والو ځواکونو د ۲۰ کلن سرتیری “نادف کوهین” د وژل کېدو سره د وژل شویو شمیر ۶۰۰ ته ورسید.
د اکتوبر په اوومه، اسراییلو د غزې له تړانګې څخه د “الأقصی طوفان” د عملیاتو په غبرګون کې د حماس اسلامي غورځنګ په ګډون د فلسطیني مقاومتي ډلو پر وړاندې پراخ هوایي او ځمکني عملیات پیل کړل، چې لا هم دوامد لري؛ خو په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو بې سارې مرګ ژوبلې اسرائیلي ولس دردولی، د نتنیاهو پر وړاندې یې لاریونونه پیل کړي او د نوموړي د ګوښه کېدو غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په غزه کې د صهیونیستي رژیم د حملو له امله د شهیدانو شمېر له ۳۲.۷ زرو څخه اوښتی او څه د پاسه ۷۵.۲ زره نور ژوبل شوي دي.
د ویلو ده، چې ځینو اسرائیلي رسنۍ ادعا کوي، چې غزه کې د اسرائیلي پوځیانو د مرګ ژوبلې کچه له هغه څو برابره ډېره ده، چې د اسرائیلو دفاع وزارت یې تاییدوي



