کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ وری، ۱۴۰۳ل)
له هغه وروسته، چې وړمه ورځ مازدیګر اسرائيلي ترهګرو د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت باندې هوايي بریدونه ترسره او د سپاه پاسداران او قدس ځواکونو اته تنه مهم قوماندانان یې ووژل تازه حزب الله غورځنګ ادعا کړې ده، چې د ایران پر سفارت د برید په غچ کې یې د سوریې په شمال کې پر یوې امریکایي اډې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه ترسره کړي دي.
د یاد غورځنګ اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې سوریه کې د حزب الله د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې یاد بریدونه یې د سوریې په پلازمېنه “دمشق” کې د ایران پر سفارت د اسرائیلي اشغالګرو د بریدونو په غچ کې ترسره کړي او لسګونو امریکایي اشغالګرو ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې ده.
د ویلو ده، چې سوریه کې د امریکایي پوځ سرچینو پر خپلو دوه اډو د بریدونو پخلی کړی؛ خو د مرګ ژوبلې په هکله یې څه نه دي ویلي.


















