غزه؛ حماس ځواکونو سره نښتو کې ۵ صهیونیستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د غزې تړانګې په شمال او رفح کې حماس ځواکونو سره په نښتو او چاودنو کې ۵ اسرائیلي پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا سرچینو د مقاومت اړوند “المیادین” خبري آژانس ته ویلي، چې د غزې تړانګې شمال کې یې د صهیونیستي ترهګر پوځ یو ټانک د “یاسین ۱۰۵” توغندي په وسیله ویشتلی، چې په پایله کې یې ۳ اشغالګر پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي. یادو سرچینو دغه راز ادعا کړې، چې د غزې رفح ښار ګوټي کې یې د صهیونیستي اشغالګرو یو ټانک د سړک غاړې ماین چاودنه کې الوزولی، چې د دوی د مالوماتو له مخې پکې دوه پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. د یادونې وړ ده، چې اسرائیلي ريژیم تر دې دمه غزه کې خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د اسرائیلو ۱۲ خبري آژانس خبر ورکړی، چې د غزې تړانګې بېلا بېلو برخو کې د فلسطیني مقاومتي ډلو او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.



