کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د لبنان-اسرائیلو پر پوله د حزب الله ځواکونو برید کې ۳ صهیونیستي پوځیان وژل شوي دي. د حزب الله غورځنګ سرچینو “المنار” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې ځواکونو یې پر هغو اسرائیلي پوځیانو برید کړی، چې هڅه یې کوله جنوبي لبنان ته ننوزي. د اسرائیلي پوځ رادیو هم منلی، چې د لبنان-اسرائیلو په پوله یې ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یادونې وړ ده، چې د اسرائیلو کابینې ۷۲ ساعتونه وړاندې د لبنان په جنوبي سیمو کې د حزب الله وسله والې ډلې پر وړاندې د پراخو هوایي او ځمکنیو عملیاتو ته د پیلولو طرحه تائید کړه؛ خو له بیا، بیا هڅو سربیره صهیونیستي پوځیان نه دي توانیدلي، چې جنوبي لبنان ته ننوزي البة په هوایي بریدونو کې یې د حزب الله وسله والې ډلې ځینې اهداف په نښه کړي دي.


















