غزه؛ حماس ځواکونو سره نښتو کې ۱۳ اسرائیلي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)

له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې حماس ځواکونو سره په نښتو او چاودنو کې ۱۳ اسرائیلي پوځیان وژل شوي دي. د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا سرچینو د مقاومت اړوند “الأقصی” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې د غزې تړانګې په شمال کې یې د صهیونیستي ريژیم دوه ټانکونه په “یاسین ۱۰۵” توغندیو ویشتلي، چې په پایله کې یې لس تنه اشغالګر پوځیان وژل شوي دي. دغه راز د حماس غورځنګ سرچینو په د غزې تړانګې په “رفح” ښارګوټي کې هم د صهیونیستي اشغالګرو یو ټانک په نښه کړی، چې په پایله کې یې ۳ صهیونیستي اشغالګر وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي. په ورته مهال د اسرائیلي پوځ رادیو هم غزه کې خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو پخلی کړی؛ خو د کره شمېرې په هکله یې څه نه دي ویلي. د یادونې وړ ده، چې د اسرائیلو ۱۲ خبري آژانس بیا خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د غزې تړانګې په بېلا بېلو برخو کې حماس ځواکونو سره په نښتو کې ۵ اسرئیلي پوځیان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي، چې له ډلې یې د ځینو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی ده.

مربوطه مطالب

Back to top button