کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د یمن وسله والو ځواکونو خبر ورکړی، چې په دغه هیواد د اسرائیلو د وړمې شپې د بریدونو په غبرګون کې یې د اشغالي فلسطین پر “ام الراشراش” ښارګوټي د بالستیک سیمه توغنديو بریدونه کړي دي. د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال “یحیی سریع” په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې بریدونه یې بریالي و او د اسرائیلو څو پوځي اهداف یې ویشتلي دي. نوموړي دغه راز ادعا کړې، چې په سره سمندرګي کې یې د (Pumba) په نامه یوه امریکایي بېړۍ د بې پیلوټه الوتکو په وسیله ویشتلې ده، چې په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده. دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیلو وړمه ورځ ناوخته د یمن په “الحدیده” بندري ښار هوایي بریدونه ترسره کړل، چې په پایله کې یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله. د یادونې وړ ده، چې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یوځل بیا خبرداری ورکړی، چې د اسرائیلو، امریکا او برېتانیا پر وړاندې به خپلو ځپونکو عملیاتو ته دوام ورکوي.


















